شاته

کروناویروس؛ ایران کې د مړو شمېر تر ۳۰زرو واووښت 

په ایران کې چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد ۲۵۳ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي د دغو کسانو له مړینې وروسته په ټول ایران کې د کویډ۱۹ له کبله د مړو شمېر۳۰۱۲۳ ته لوړ شو.

په ایران کې څه باندې ۵۲۶زره نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

په همدې حال کې حکومت په تهران او څلورو نورو ښارونو کې جدي محدودیتونه لګولي چې د کروناویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي.

چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې په کرونا ویروس اخته ۴۱۰۳ کسان روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

د ایران چارواکو مخکې ویلي وو چې د اقتصادي بندیزونو او کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله دا هېواد سخت اقتصادي وضعیت تېروي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په یو وژونکي ویروس بدل شوی.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس څه باندې ۳۰ میلیونه انسانان په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې یو میلیون نور مړه شوي دي.