شاته

فرانس کې د کرونا وایرس د لاسه ګرځبندیز/ کرفیو اعلان شوی 

فرانس د خالي د ورځې نه د هیواد په ځینو برخو کې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي په خاطر نوي بندیزونه لګول پېل کړي دي. د دغه نوي بندیزونو ترمخه به د فرانس سرښار پېرس او اووه نور ښارونو کې د ماسخوتن نهه بجو نه د سهر ۶ بجو پورې ګرځبندیز یا کرفیو وي. د حکومتي اعلان تر مخه دغه کرفیو به لږ تر لږه د یوې میاشتې پورې عملي وي.

بیلجیم بیا د شپې ۱۲ نه د سهر ۵ بجو پورې په ګرد هیواد کې د کرفیو یا ګرځبندیز اعلان کړی. په بیلجیم کې هم د کرونا وبا دویمې څپې زور نیولی. سره د دغه په دغه هیواد کې د خوراک هوټلې، مهخانې یا بارونه او کیفیز د تړل کیدو اعلان هم شوی.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه د خالي د ورځې د سهر وختي پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرسه د اغیزمنو خلکو شمیره ۳۹.۳ میلینه ته رسیدلی او ۱.۱ میلینه یا ۱۱ لکه کسان ترې مړه شوي دي.

په هندوستان کې مطبوعاتي رپورټونه وايي چې حکومت هغه ۳۰۰میلینه خلک معلوم کړي چا ته چې به د کرونا پرضد ویکسین ورکړل کیږي کله چې ویکسین تیار شي.

په هندوستان کې هم د کرونا وایرس کېسونه په مستقله توګه په زیاتیدو دي. د سویلي اسیا دغه هیواد د زیاتو کېسونو په حساب د امریکا نه مخکې کیدونکی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په هندوستان کې ۷.۴ میلینه یا څلور اویا لکه د کرونا وایرس ناروغان دي. په امریکا کې دغه شمیره ۸ میلینه یا ۸۰ لکه ده. په هندوستان کې د خالي په ورځ چارواکو ویلي،‌په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایرس ۶۲ زره ۲۱۲ نوي کېسونه ریکارډ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل په نړیواله کچه او په خصوصي توګه په یورپ او لاطیني امریکا کې د ورځې په حساب د کرونا وایرس د کېسونو تعداد ریکارډ حد ته رسېدلی دی.

د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنیوا کې د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل په تېرو څلورو ورځو کې تر ریکارډ حد پورې د کرونا وایرس کېسونه ریکارډ شوي دي.

ګېبریېسس وویل په تېرو څلورو ورځو کې یوازې په لسو ملکونو کې ۷۰ فیصد کېسونه رپورټ شوي دي.۶

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په تېرو ۲۴ ګنټو کې په امریکا کې ۶۳۶۱۰نوي کېسونه رپورټ شوي چې د بل هر ملک نه زیاته شمېره ده.

جانزهاپکنز وايی په امریکا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمېر ۲۱۸۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د کرونا نوی کېسونه تر ټولو زیات په ټېکسس، الینايي، وسکانسن، فلورېډا او کېلېفورنیا ریاستونو کې رپورټ شوي دي.

د جانز هاپکنز د شمېرو ترخه په هندوستان کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۶۳۳۷۱ نوي کېسونه رپورټ شول. د هندوستان ترڅنګ به فرانس، برازیل او برطانیه کې هم د کرونا وایرس په نویو کېسونو کې اضافه ولیدل شوه.

د ډبلیو اېچ او ماریه وان کرکېیو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د یورپ په ۸۰ فیصد ملکونو کې د کرونا وایرس په کېسونو کې اضافه شوي ده.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په برطانیه کې د جمعې په ورځ ۱۹۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شوي وو.