شاته

د فراه والي: طالبان د فراه ښار له څنډو په شا تمبول شوي

د فراه ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، نن سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو د دریو خواوو څخه د فراه د ښار پر څنډو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت وروسته په شا تګ ته اړ شول.

د فراه والي محمد اصف ننګ وایي، چې نن سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو د فراه ښار په څنډو باندې له دریو خواوو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو د کلک مقاومت وروسته طالب وسله وال په دریو خواوو کې بیرته شاته لاړل.

ښاغلي ننګ امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دا بریدونه د شوآباد، رج او پل باغ په سیمو کې ترسره شول چې په پایله کې وسله وال طالبان له دغو سیمو شاته شول او اوس د فراه ښار سره نږدې د "شش کوره ای" په سیمه کې خوره وره جګړه روانه ده.

ښاغلي ننګ وویل، چې په نننیو جګړو کې لږ ترلږه شل طالب وسله وال وژل شوي دي.

همداشان هغه وویل، چې په دغو جګړو کې د ملي پولیسو یو سرتیری هم وژل شوی دی.

د بلې خوا ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فراه لویې لارې په اوږدو کې یې د " ۱۸ او ۱۹ امید" په نوم د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې عملیات ترسره کړي چې له امله یې اوه تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۱۴ نورټپیان شوي دي.

طالبانو د فراه د نن ورځې د جګړو په هکله همدومره ویلي چې نن سهار شپږ بجې یې د دغه ولایت په مرکز د "پل باغ" په سیمه کې له دریو خواوو بریدونه پیل کړي چې لا روان دي.

د فراه والي وویل چې مخالف وسله وال چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د کومو وسلو څخه کار اخلي هغه په افغانستان کې دننه ډیرې لږ موندل کیدلی شي.

هغه په دغو وسلو کې د ۸۲ ملي متري توپونو نوم واخیست او ویې ویل چې دغه وسله یوازې د ګاونډیو هیوادونو د پوځ سره شته دی.

د فراه والي د کوم هیواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې که چیرې طالبان له بهرنیو هیوادونو ملاتړ ترلاسه نه کړي نو هغوی د افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.

په افغانستان کې یوازې افغان پوځ د ۸۲ ملي متري توپونو څخه کاراخلي.

په فراه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د جګړو د پراخیدو او ددغه ولایت مرکز ته د جګړو د نږدې کیدو وروسته نن د پنجشنبې په سهار جمهوررئیس محمد اشرف غني د ویدیو کنفرانس له لارې د فراه ولایتي چارواکو سره ددغه ولایت په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

د فراه والي وایي، جمهوررئیس غني ولایتي چارواکو سره په خبرو کې د طالب وسله والو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي دي.

د تیرې یوې اونۍ راهیسې د فراه په ولایت کې جګړو زور اخیستی چې په ترڅ کې یې طالب وسله وال د دغه ولایت د مرکز څنډو ته رسیدلي دي.