BBC
 شاته

ترکيې کې د ښوونې ۱۵۲۰۰ کارکونکي له دندو ځنډول شوي

Image copyright
Image caption د جمعې ورځې کودتا له هڅې وروسته زرګونه حکومتي چارواکي یا له دندو ګوښه شوي او یا نیول شوي دي

ترکیې کې د تېرې اونۍ له ناکامې کودتا سره د تړاو په شکونو د دغه هېواد ښوونې او روزنې له ۱۵۰۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو معطل شوي دي.

د ترکیې ښوونې او روزنې وزات پر دغو کسانو له فتح الله ګولن سره د اړیکو تور پورې کړی، چې د ترکیې حکومت وايي، د جمعې ورځې د ناکامې کودتا تر شا لاس لري.

خو ښاغلی ګولن د کودتا په هڅه کې هر ډول لاس لرل ردوي. دولتي رسنۍ وايي، ترکیې کې د زده کړو مشرتابه پلاوي دغه راز د پوهنتونونو له ۱۵۰۰ ډېرو مشرانو ته امر کړی، چې استعفا وکړي.

دغه ګام د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم له لوري د ګولن پلویانو پر ضد د اقدام کولو له څرګندونو وروسته پورته شوی. د رویټرز په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي ، چې:

''زه خواشینی یم، خو باید ووایم دغه ترهګر موازي سازمان به نور په هېڅ هېواد کې پلي نه وي. موږ به دوی له خپلو رېښو سره راوباسو، چې بیا هېڅ یو مخفي ترهګر سازمان زموږ د خلکو لپاره د نارامۍ سبب نه شي.''

د جمعې ورځې کودتا له هڅې وروسته زرګونه حکومتي چارواکي یا له دندو ګوښه شوي او یا نیول شوي دي.

د ترکیې د هوايي ځواک پخواني مشر جنرال اکین اوزتورک په ګډون له شلو ډېر جنرالان نیول شوي او د محاکمې منتظر دي.

Image copyright Anadolu Agency Getty Images
Image caption د هوايي ځواک پخواني مشر جنرال اکین اوزتورک د کودتا په دغه هڅه کې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

جنرال اوزتورک د کودتا په دغه هڅه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

بل لور ته ملګرو ملتونو له ترکیې غوښتي، چې قانون ته درناوی وکړي او د کودتا هڅې ته غبرګون کې بشري حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زید الرعد ویلي، د ډېری قاضیانو ګوښه ګول او یا یې د دندو ځنډول کېده ' جدي خبرداری ' دی.

نوموړي په دې اړه هم ' ژوره خواشیني ' څرګنده کړه، چې کېدای شي د اعدام سزا ورکړه بېرته پیل شي.

د لومړي وزیر له دفتره خپرې شوې رسمي شمېرې ښيي، چې د جمعې په شپه د کودتا ناکامې هڅې پایله کې ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱۵۴۱ نور ټپیان شوي دي.