شاته

روسي ورزشکاران او د دوپینگ کړکیچ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف خپل امریکایي سیال جان کېري ته د روسیې د دوپینگ په کړکیچ کې د امریکا د لاس وهنې په اړه شکایت کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرگي لاوروف د خپل امریکایي سیال جان کېري سره په یو تلیفوني تماس کې د هغه لیک په اړه خپل نظر څرگند کړی چې د امریکا د دوپینگ ضد غیر دولتي موسسې له لورې خپور شوی او د المپیک په لوبو کې یې د ټول روسي ټیم د منع کولو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې د المپیک د نړیوالې ټولنې نه غوښتل شوي چې د سه شنبې په ورځ په دې هکله تصمیم ونیسي چې روسي ورزشکاران او مامورین د برازیل د ریو له المپیک نه منع شي.

د المپیک نړیواله کمیټه د سه شنبې په ورځ په دې هکله تصمیم نیسي چې د دوپینگ د تورونو په وجه ټول روسي ټیمونه په برازیل کې د راتلونکې میاشتې د نړیوال المپیک له لوبو منع کړي او که نه.

د المپیک د نړیوالې کمیټې اجرائیه هیت یوه ورځ وروسته له هغې غونډه کوي چې د دوپینگ ضد نړیوالې ټولنې د ٢٠١۴ کال د سوچي په ژمني المپیک کې د روسي ورزشکارانو د دوپینگ په اړه یو ناپیلی رپوټ خپور کړ. داسې ادعاوی شته چې گویا د روسیې حکومت د یو پروگرام له مخې خپلو ورزشکارانو ته د قوت غیر طبیعي درمل ورکوي چې دغې پروسې ته دوپینگ ویل کیږي.

د یادونې وړ ده چې دوپینگ یا د قوت د مصنوعي درملو څخه استفاده یو غیر قانوني عمل دی چې په اکثرو نړیوالو لوبو کې ورزشکاران ډول ډول روغتیایي ازموینې تیروي تر څو څرگنده شي چې د قوت غیر طبیعي درمل څخه یې استفاده کړې او که نه.

د دوپینگ نړیوالې موسسې د المپیک د نړیوالې کمیټې غوښتي چې ټول روسي ورزشکاران او مامورین د برازیل د ریو د دوبي په لوبو کې له گډون څخه منع کړي. دا په داسې حال کې دي چې د روسیې د ځغاستې او د اتلتیک خفیفه د نورو ډولونو ورزشکاران دمخه د اتلیتک د نړیوال فدراسیون له لورې په نړیوالو لوبو کې له گډون منع شوي دي.

تیره ورځ د المپیک نړیوالې کمیټې وویل چې " په پوره پاملرنې د دوپینگ په اړوند پیچلي تورونه څیړي." داسې ادعاوی شته چې د روسیې د سپورت وزارت د دوپینگ په مسله کې لاس لري.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د پلټنو په بنسټ د هیواد د سپورت وزیر گوښه کړ، خو د دوپینگ د نړیوالې موسسې د رپوټ د رښتینوالي په اړه یې شک وښود. ښاغلي پوتین د کرملین په رسمي ویب پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د روسي ورزشکارانو په اړه تورونه د یو شخص په شاهدۍ ولاړ دي چې له افتضاح ډکه سابقه لري."