BBC
 شاته

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې د افغان طالبانو ځینې مشران "نیولي"

د افغان طالبانو د ځينو سرچینو په خبره پاکستاني امنيتي ارګانونو د بلوچستان په کوټه او شاوخوا سیمو کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې د ملا احمد الله ناني په ګډون ددوی یو شمېر نور هم مشران نیولي دي. ملا نانی د افغان طالبانو د رهبري شورا غړی او د ددغې ډلې د جلب او جذب کمیسيون مشر دی.