BBC
 شاته

د کارته سخي برید کې د ډایکنډي ولایتي شورا یوه غړې هم وژل شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي؛ د وروستیو شمېرو له مخې د کابل په کارته سخي زیارت کې د عاشورا پر ویرجنو د تېرې ورځې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. دغه برید تېره ورځ ماښام مهال شوی. تر برید وروسته کابل کې امنیتي تدابیر لا کلک شوي.