شاته

بلخ کې د عاشورا مراسم امنه فضا کې ترسره شول

د عاشورا یا د محرم‎الحرام د میاشتې له لسمې ڼېټې څخه مزارشریف کې د حضرت علی رض په منسوب زیارت کې په امنه فضا کې ترسره شول.

زرګونه شیعه‎ګان حضرت علي رض ته په منسوب زیارت کې راټول او د امام‎حسین د شهادت په مناسبت عزاداري وکړه، دوی په دې مراسمو کې ځانونه په ځنځیرونو ووهل او سینه زني یې هم وکړه.

مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو په لمانځ غونډه کې د بلخ ولایت سرپرست اسحاق سروري هم ګډون درلود، ښاغلي سروري وویل چې د ټولو اسلامي مذاهبو منبع شریعت دی او افغانان له شریعت څخه په پيروي باید خپل منځ کې اتحاد او یووالی وساتي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید هم دې مراسمو ته وینا درلوده، ښاغلي حدید وویل چې امام حسین د انسان د ازادي په لاره شهید شو.

هغه زیاته کړه چې افغانان دې هم د امام حسین د تګ‌لارې په تعقیبولو سره د خپل هېواد د ازادۍ او آبادۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

حدید وویل:

"اما حسین د آزادۍ په لاره شهید شو او موږ باید د هغه لاره تعقیب کړو، د خپل هېواد دښمنان او هغه کسان چې زموږ د خوښۍ زغم نه‎لري او نقاق مو په منځ کې رااچوي و پېژنو."

مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو له پیله مخکې، سهار وختي د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ترافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ترافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ترافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د عاشورا په مراسم کې بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانانو خپل ځانونه په چارو او قومه وهل او خپلې وینې یې توې کړې.

د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي بیا د شیعه عزادارانو دا عمل د اسلامي اصولو خلاف بولي او وايي، د دې پر ځای چې خپل وینه تويې کړي، باید روغتونونو ته ورشي او هلته ناروغو کسانو ته وینه ورکړي.

د مزارشریف دوه تنه اوسېدونکي ادریس او نبي یې په اړه وايي:

"محترم عزاداران باید ځانونه په چړو ونه وهي او خپله وینه دې تویې نه‎کړي، دوی دې روغتونونو ته ورشي او هلته یې ټپي ځواکونو او ناروغانو ته وینه وکړي.

-زموږ شیعه ورونه ښه کار نه‎کوي چې وینه بې ځایه تویوي دوی کولای شي له امنیتي ځواکونو سره چې د وطن په دفاع کې ټپیانېږي وینه ورته وکړي او بیا یې ژوند وژغوري. دوی دې د امام حسین تګ لاره تعقیب کړي."

د یو شمېر امنیتي تهدیداتو سره سره خو بیا هم بلخ کې د عاشورا مراسم امنه فضا کې ترسره شول.

مجیب الرحمن حبیب زی