BBC
 شاته

'د حلب ختیځ کې د روسیې بمبارۍ ۲۵ ولسي وګړي وژلي'

د روسیې جنګي الوتکو یو ځل بیا د حلب ښار په ختیځ د سوریې ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوایي بریدونه کړي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې بریتانیا کې مېشته ده راپور ورکړی؛ د سه شنبې ورځې په هوایي بریدونو کې لږ ترلږه ۲۵ ولسي وګړي وژل شوي.