شاته

ولې تر اوسه یوه خیریه ارایشګاه جوړه نه شوه؟

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د هغو لیکونو ځوابونه در اوروو چې اوریدونکو رالیږلي او پروفیسو رصیب ېې ځواب وايي:

لکه یوې اوریدونکې پوښتنه کړې چې د هرڅه لپاره خیریه موسسې او مدني ټولنې جوړې شوې خو د غریبو نجونو او مېرمنو د ارایش لپاره یوه خیریه ارایشګاه جوړه نه شوه دا ولې؟

ورپسې مو د هغو دوو بنو له جنګه خبروو چې یوه کڼه او بله ېې روغه ده، نو روغه چې کومه خبره کوي کڼه ېې بل ډول اوري او غوسه ېې نوره هم زیاتیږي!

په پای کې مو هغه روغتون ته بیایو چې په تصادفي ډول یو ناروغ په کې د کوما له حالته وزي او خبرې کوي!

دا چې دا کار ولې کیږي؟... له مطلب اوریدو وروسته پوهیدلی شئ.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا