شاته

د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړه – په ارمنستان کې مارشالا ولګېده

ارمنستان او آذربایجان یو ځل بیا د نېګورنو- قره باغ سیمې په سر شخړه کړې او د دې شخړې نه سمدستي وروسته، ارمنستان کې مارشالا لګول شوې او پوځې تحرُکات پیل شوي دي. دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د ارمنستان وزیراعظم نیکول پاشینیان وکړه.

نیکول پاشینیان په فېسبوک خپلو خلکو ته ولیکل چې، "زمونږ د سپېڅلې خاورې د دفاع دپاره آماده شئ."

د اتوار/یکشنبې په سهار، ارمنستان او ګاونډي ملک یې، آذربایجان، دواړو د نیګورنو- قره باغ سیمې شاوخوا د سختو جګړو خبر ورکړ. په نیګورنو – قره باغ کې اکثریت وګړي ارمنیان دي، خو ټوله دا سیمه دننه په آذربایجان کې پرته ده.

ارمنستان په خپل ګاونډي، آذربایجان دا تور لګوي چې ګني هغه هېواد په یادې لانجمنې سیمې کې د عامو خلکو پر استوګنځایونو حملې کړي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت په یو بیان کې راغلي دي: "زمونږ ځواب به متناسب وي، او د دې حالاتو پوره ذمه واري د آذربایجان د سیاسي او پوځي مشرتابه په غاړه ده."

د ارمنستان د دفاع وزارت دا هم ویلي چې د هغوی ځواکونو د آذربایجان د پوځ دوه هیلیکاپټرې او درې ډرون الوتکې پس له هغه ورویشتي او راغورځولي دي چې په سیمه یې بمباري پیل کړه.

خو بل اړخ ته د آذربایجان د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د دواړو ملکونو ترمنځ د "کانټکټ لاین یا د تماس کرښې" په اوږدو کې یو پوځي عملیات پیل کړي و چې په هغه سره "د ارمنستان جنگي فعالیتونه وځپي او د سیمې د خلکو دپاره امن ټینګ کړي."

د آذربایجان د دفاع وزارت یوازې د خپلې یوې هیلیکاپټرې د رالوېدلو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې په هغه پېښه کې د هیلیکاپټرې هېڅ کوم سورلۍ نه دي مړه شوي.

د او اېس سي اي مېسک ګروپ یوې ډلې مشرانو (د روس نه اېګور پاپوف، د فرانس نه سټېفان وېسکونټي، او د امریکا نه انډریو شوفر) د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه مشترکه اعلامیه جاري کړې ده او هغه کې یې د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه سخته فکرمندي ښودلې ده.

د دوی په ګډ بیان کې ویل شوي دي: "مونږ د قوت کارېدل په کلکه غندو او د بیځایه وژنو، په شمول د عامو خلکو، په اړه خواشیني یو. مونږ له دواړو اړخونو غواړو چې په فوري ډول دې دا تربګنۍ ختمې کړي او د شخړې د یوې دایمي حل لارې د موندلو په مقصد دې مذاکرات له سره پیل کړي."

د ارمنستان جدایي غوښتونکو د ۱۹۹۰ کلونو په خونړیو جګړو کې چې دېرش زره کسان په کې ووژل شول، په نېګورنو قره باغ یې قبضه ولګوله او آذربایجاني ځواکونه یې په شا وتمبول. ورپسې په ۱۹۹۴ کال کې د آذربایجان، ارمنستان او نیګورنو – قره باغ ترمنځ د ډزبندۍ تړون وشو، خو شخړه بالکل ختمه نشوه او دا جنجال تر اوسه لا دوام لري.