شاته

افغان حکومت د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو کار بیا پیلوي

افغان حکومت د یو میلیارد افغانیو په لګښټ د حکیم سنایي غزنوي او بنایی په نوم دوو ښارګوټو د جوړولو کار بیا پیلوي.

د ښار جوړونې وزیر سید منصور سعادت نادري چې نن یې په ارګ کې د خصوصي سکټور له استازو سره د دغو ښارګوټو د کار د دوام قراردادونه لاسلیک کړل، وویل چې په دې برخه کې یې ټول شته خنډونه لرې کړي دي.

نوموړي وویل ټاکل شوې پر دغو ښارګوټو نورې یوولس میلیارده افغانۍ هم و لګول شي.

د دغو دوو ښارګوټو د جوړولو چارې په ۱۳۹۳ کال کې پيل شوي وې.