شاته

عبدالله عبدالله پر افغان سولې د بحث لپاره پاکستان ته ولاړ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړ.

ښاغلی عبدالله عبدالله پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې به د یاد هیواد صدراعظم، ولسمشر، پارلمان او مشرانو جرګې رئیسانو او بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

نوموړي زیاته کړې چې له پاکستاني چارواکو سره به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه بحثونه وکړي.

عبدالله عبدالله همدارنګه زیاته کړې چې یاده لیدنه به د دې فرصت برابر کړي چې د دواړو هیوادونه په دوحه کې د افغان سولې په اړه پیل شوو خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه شریک کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر هیله ښودلې چې دغه لیدنه به په ټولو کچو کې د متقابلې همکارۍ نوی فصل پرانیږي.

هغه زیاته کړې: "زه امید لرم چې دا لیدنه به په ټولو کچو کې د متقابلې همکارۍ نوی فصل پرانیزي،په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تلپاتې او دایمي سولې ټینګېدو په برخه کې."

د پاکستان صدراعظم عمران د تیرې وږې میاشتې پر پنځمه نېټه له عبدالله عبدالله سره د ټلیفوني خبرو پر مهال نوموي ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر غني او عمران خان هم د تیرې جمعې په ورځ د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې وکړې.

ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.

په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي: "موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو."

عمران خان په دې وروستیو کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په استول شوې لینه کې هم ویلي و چې د بین الافغاني خبرو په پیلېدو سره افغان جګړه ختمېدو ته نژدې شوې ده.