BBC
 شاته

"یمن کې د ویر پر مراسمو هوایي برید دې وڅېړل شي"

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون یمن کې د ویر مراسمو کې پر ملکي خلکو بمباري "بې رحمه برید" بللی او د بشپړو څېړنو غوښتنه یې کړې ده. د تېرې شنبې ورځې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۴۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.