شاته

عمران خان:مخالف ګوندونه زما دحکومت اؤ پوځ ترمنځ زړه بداوی پیدا کول غواړی

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه سیاست کې دپوځ په لاس وهنه دتودو بحثونو په پیل کیدو دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل غبرګون کې ویلي مخالف ګوندونه د حکومت اؤ پوځ ترمنځ زړه بداوی پیدا کول غواړي .

خو دحکومت سترې مخالفې ډلې پاکستان مسلم لیګ(ن) بیا تور لګولی چې حکومت دګلګت بلتستان پسر داپوزیشن ګوندونو دمشرانو اؤ دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه لیدنې ته دسیاسي رنګ په ورکولو هڅه کړې ده چې قامي ادارې دستونزو سره مخ کړي.

د خالي په ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې ویلي چې وزیراعظم عمران خان دیو شخصي ټي وي مسول سره لیدنه کې ویلي چې هغه د اپوزیشن ګوندونو له لوري هیڅ خطر سره نه دی مخ اؤ که چرې مخالفې ډلې دپارلیمان نه استعفا ورکړي نو هغه به په دغو تشو چوکیو بیا دسره ټاکنې وکړي.

روانه اوونۍ اسلام اباد کې دمخالفو ډلو په ټول ګوندیز کانفرنس کې پرېکړه شوې وه چې دحکومت په ضد به د سختو احتجاجونو اؤ اسلام اباد ته د لاریون ترڅنګ مخالفې ډلې په وروستي ګام کې دپارلیمان څخه داستعفاګانو ورکولو نه هم ډډه نه کوي.

دغه ټول ګوندیز کانفرنس ته خپله وینا کې دمسلم لیګ نواز ګوند مشر اؤ‌ دهیواد پخواني وزیراعظم میا نوازشریف پوځ سیاست کې په لاسوهنه تورن کړی ؤ اؤ غوښتنه یې کړې وه چې پوځ باید ائین سره دخپلې وفادارۍ دسوګند خیال وساتي اؤ سیاست کې دې دلاسوهنې نه ډډه وکړي.

دپوځ په ضد دنواز شریف لخوا د ستختو څرګندونو راپدیخوا دپاکستاني پوځ ویاند اؤ یو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې دمخالفو ډلو مشرانو هم په نزدې وختونو کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ دایي ایس ایي دمشر سره څو،څو کرته لیدنې کړي اؤ دحکومت نه یې ورته ګیلې مانې کړي دي.

وزیراعظم عمران خان وایي هغه د پوځ اؤ دمخالفو ډلو دمشرانو ترمنځ په شوؤ لیدنو خبر دی خو وایي “زه نو ددې خفیه ملاقات دکوونکو په بابله څه ویلی شم؟”

هغه ویلي اپوزیشن ګوندوه دپوځ اؤ حکومت ترمنځ په بې مثاله یووالي خوشحاله نه دی اؤ غواړي چې د دواړو ترمنځ خنډان پیدا کړي

خو وزیراعظم عمران خان زیاته کړې ده” پوځ سل په سله هم هغه کوي څه چې ورته زه وایم”

اخوا دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند عمومي سکتر احسن اقبال ویلي چې مخالفو ګوندونو دپوځ سرلښکر سره یوازې دګلګت بلتستان په معامله لیدلي وؤ خو حکومتي وزیرانو دا لیدنه دسیاسي غرضونو دپاره پکار راوستې ده.

لاهور کې خبریالانو ته ښاغلي احسن اقبال ویلي چې حکومت دپوځ دمشر اؤ مخالفو ګوندونو ترمنځ دلیدنې متنازعه کولو هڅه کړې ده اؤ له دې لارې غواړي چې قامي ادارې په مشکلاتو کې راګیرې کړي.

څېړونکي وایي دمخالفو ګوندونو ټول ګوندیز کانفرنس ته د وزیراعظم نوازشریف وینا نه وروسته سیاسي چارو کې دپوځ په لاسوهنه ولس کې مخالفتونه په سیوا کیدو وؤ خو کله چې د مخالفو ګوندونو دمشرانو هم پوځی مشر سره دپټو لیدنو نه پرده پورته شوه نو دخلکو یو ځل بیا د مخالفو ګوندونو مشرانو نه خواخوږې راوګرځېدې

دمسلم لیګ نواز ګوند مشر تیره ورځ دخپل ګوند مشرانو ته ویلي چې باید نور دپوځ په بلنه پوځی مشرانو سره پټې اؤ ښکاره لیدنې ونه کړي