شاته

که ګلګت بلتستان ځانله صوبه شي دپاکستان په وړو صوبو به یې څه اغیزې وي؟

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ وايي پنجاب او پوځي اسټبلشمنټ هڅه کوي چې په سنېټ کې د طاقت توله خرابه کړي او د قامونو په انتظامي توګه د تقسيم د لارې صدارتي نظام  راوړلو، اتلسم دستورې بدلون ختمولو ته لاره هواره کړي. 

پاکستان کې دګلګت بلتستان سیمې ته دجلا صوبې دحیثیت ورکولو په اړه بحثونه پیل شوي اؤ‌ په دې وروستیو کې دهیواد پوځی سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په دې لړ کې دهیواد دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو سره هم لیدل کتل کړي وؤ.

که چرې ګلګت بلتستان ته چې ټوله ابادي یې یو اعشاریه پینځه میلیونه جوړیږي دځانله صوبې حیثیت ورکړل کیږي نو دا به دهیواد په سینیټ کې د نورو وړو صوبو دطاقت توله څومره اغیزمنه کړي اؤ ایا که داسې وشي نو ددغه سیمې غړي به ترکومه حده خپله نظریاتي،سیاسي اؤ انتظامي ولري؟

په دې اړوند دبلوچستان صوبې سره تړاؤ لرونکی دپاکستان دسینیټ غړی عثمان خان کاکړ وایي چې پاکستان دپښتون،بلوچ،سندهي،پنجابي اؤ سرائیکي ملتونو اډاڼه یو ګډ فیډریشن دی اؤ دا نورې سیمې لکه ګلګت بلتستان ددې فیډریشن ښاخونه دي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي کاکړ ویلي ګلکت بلتستان صوبې ته په جلا حیثیت ورکولو پنجاب اؤ پوځی اسټبلشمنټ د فیډریشن توله ګډوډول غواړي.

د پاکستان مرکزي حکومت په ګلګت بلتستان کې د نومبر په 15مه د انتخاباتو او له هغې وروسته دغه سيمې ته د ځانله صوبې حېثيت ورکولو اعلان کړی.

خو د پاکستان په سنېټ کې د وړو صوبو سنېټران وايي ګلګت بلتستان ته د جلا صوبې حېثيت ورکولو مخکې بايد ددې په هر اړخ په پارلیمان کې ژور بحث وشي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ وايي پنجاب او پوځي اسټبلشمنټ هڅه کوي چې په سنېټ کې د طاقت توله خرابه کړي او د قامونو په انتظامي توګه د تقسيم د لارې صدارتي نظام راوړلو، اتلسم دستورې بدلون ختمولو ته لاره هواره کړي.

هغه وایي ګلګت بلتستان په تاريخي توګه د خېبر پښتونخوا برخه پاتې شوې ده او هم بيا دې په دغه صوبه کې ورګډه کړی شي او ددغه سيمې جلا حېثيت دوى ته د منلو وړ نه دې.

اخوا د پښتونخوا صوبې نه د عوامي نېشنل ګوند سنېټره ستاره اېاز وایي ګلګت بلتستان ته د ځانله صوبې حېثيت ورکولو سره بلها خبرې تړلې دى. او که چېرې دغه سيمه د جلا صوبې حېثيت مومى نو دې سره به ارو مرو په سېنيت کې وړو صوبو ته ترلاسه د طاقت توله خرابېږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړې ویلي اوس دپاکستان سینیټ کې څلور صوبې خپله استازي لري اؤ هرې صوبې ته سینیټ کې خپله خپله برخه ترلاسه ده خو که ګلګت بلتستان صوبه هم پکې دیوې وړې صوبې په توګه نمائندګي ترلاسه کوي نو د نورو وړو صوبو برخه به ورسره کمزورې کیږي.

هغې ویلي ترڅو چې په دې معامله پارلیمان کې دقیق غور اؤ بحث نه وي شوی نو تر هغې په دې هکله هیڅ رقم ګام باید وانه خستل شي.

دپیپلز ګوند سنیټر ښاغلی بهرمند تنګي هم وایي چې دګلګت بلتستان دجلا صوبې په حیثیت پارلیمان کې بحث ته اړتیا ده اؤ پکار ده چې ددغه سیمې په هکله هر پرېکړه د سیمې دخلکو اؤ پارلیمان په خوښه وشي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي بهرمند تنګي ویلي چې که چرې ګلګت بلتستان دصوبې په توګه مخې ته راځي نو هم باید ددغه سیمې نهد داسې نظریاتي خلکو ټاکنه وشي چې هغه نظریاتي وي اؤ دچا په فشار کې د راتګ پرته دخپلې سیمې دحقونو دپاره غږ پورته کړل شي.

دپاکستان دحکومت لخوا سږکال دنومبر په ۱۵مه ګلګت بلتستان کې دانتخاباتو اعلان کړی خو ددې ترڅنګ دپاکستان رقیب ګاونډی هیواد هند هم ګلګت بلتستان سیمه دپخواني جمو و کشمیر برخه ګڼي اؤ په دغه سیمه کې دهر رقم انتظامي بدلون مخالفت کوي