شاته

اوکراین کې یوه پوځي الوتکه غوځېدلې او ۲۲ کسان مړه شوي

په اوکراین کې چارواکي‌ وايي چې یوه پوځي الوتکه یې غورځېدلې ده او ۲۲ سپاره کسان په کې مړه شوي‌ دي.

چارواکي وايي‌ الوتکه د اوکراین له مرکز کیف څخه ۴۰۰ کیلومېتره لېرې د «خارکیف» په سیمه کې د «چوهوئیف» هوايي ډګر کې ښکته کېدله چې وغورځېدله.

دا پېښه تېر ماښام سپتمبر۲۵ (تلې۴) شوې ده.

د خارکیف والي اولیکسي کوچیر وویل: «په الوتکه کې ۲۷ کسان سپاره وو چې ۷ افسران او ۲۰ پوځي زده کوونکي وو. ددوي له ډلې ۲۲ تنه مړه شوي، دوه په روغتون کې په سخت حالت کې دي او درې نور لا هم ورک دي.»

ښاغلي کوچیر وویل چې یو پیلوټ ویلي وو چې د الوتکې په انجن کې څه ستونزه شته خو وايي چې دا ډول ستونزې باید د یو مجرب پیلوټ لپاره دومره حساسه نه وای.

الوتکه د انتونو ان-۲۶ ډوله وه او اکثریت سپاره یې د خارکیف د هوايي ځواک د پوهنتون زده کوونکي وو. چارواکي وايي چې الوتکې تمریني‌ پروازونه کول.

د اوکراین د ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي دفتر وايي چې یو کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د الوتکې د غورځېدو عوامل او څرنګوالی معلوم کړي.