شاته

د لبنان صدراعظم استعفی وکړه 

د لبنان صدراعظم مصطفی ادلیب د نوي حکومت په جوړولو کې ناکام شو او استعفی یې وکړه.

د لبنان مخکني حکومت د تېرې میاشتې له زورورې چاودنې وروسته استعفی کړې وه او د نوي حکومت جوړولو دنده ښاغلي‌ ادلیب ته سپارل شوې وه، چې ویې نشو کولی.

نوموړي د شنبې په ورځ سپتمبر۲۶ (تلې۵) په تلویزوني وینا کې وویل: « زه بخښنه غواړم چې نشم کولی د حکومت جوړولو لپاره خپل کار روان وساتم.»

هغه د لبنان د بېلابېلو سیاسي ډلو سره مذاکرات وکړل چې نوی حکومت تشکیل کړي، خو کومې موافقې ته ونه رسېدل. مصطفی ادلیب په دې اړه نور جزییات نه دي‌ ورکړي چې ولې ونه توانېده چې نوی حکومت جوړ کړي.

د اګست په څلورمه د بېروت په ښار کې یوه لویه چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او شاوخوا ۶۰۰۰نور ژوبل شول.

چارواکي وايي چاودنه د چاودېدونکو توکو د یوې زیرمې د چاودلو له کبله وه چې له ۲۰۱۳راپدېخوا هلته ساتل کېدله او خوندي نه وه، خو لا هم د چاودنې دقیق علت معلوم نه دی.

په دغې چاودنې کې د بیروت ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او شاوخوا ۳۰۰زره خلک بې کوره شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډیویډ هېل د دغې چاودنې په اړه د شفافو او باوري پلټنو غوښتنه کړې وه.

هغه ویلي وو چې د «اف بي آی» اجنټان لبنان ته ځيچېمعلومه کړي دا چاودنه څنګه شوې ده.

له چاودنې وروسته د لبنان د مسیحیانو یو لوی مذهبي مشر ویلي وو چې د سیاستوالو په اړه د خلکو حوصله او زغم ختم شوی دی.