شاته

خلیلزاد – ډاډمن یم چې افغانان به سوله وکړي 

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د دواړو خواو له مشرانو سره د خبرو په اساس په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د جمهوري دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ موافقې ته خوشبین دی.

ښاغلي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ (تلې ۳) د امریکا د سولې د انستیتوت سره په یوه آنلاین مرکه کې وویل چې دواړه خواوې (دولت او طالبان) یو بل د تاوتریخوالي په ډیرولو تورنوي او دواړه خواوې هڅه کوي چې د تاوتریخوالي د ډیریدو له لارې په مذاکراتو کې برلاسي شي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د تاوتریخوالي کمول به د سولې په پروسه کې بل ګام وي او ویې ویل چې طالبانو موافقه کړې چې دایمي او هر اړخیز اوربند به د افغانستان د سولې د مذاکراتو د اجنډا برخه وي او ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا د متحده ایالاتو خلاف استفاده وکړي.

هغه اوسنۍ خبرې د افغانستان د سولې زړه وباله او وویل چې د تاوتریخوالي زیاتیدل د باور د کمیدو، د دواړو غاړو ترمنځ د شک د رامنځ ته کیدو او د سولې په پروسې باندې د خلکو د اعتماد د له منیځه تللو سبب کیږي.

ښاغلي خلیلزاد د افغان مشرانو څخه وغوښتل چې تیرې تجربې تکرار نکړي: "متاسفانه د افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتلو وروسته ددې هیواد [افغانستان] مشرانو مسوولانه یا عاقلانه عمل ونکړ. خپل هیواد ته پر یو سیاسي فورمول باندې د همکارۍ او توافق پر ځای یې له شره ډکه کورنۍ جګړه پیل کړه."

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به د ښځو پر وړاندې د ۱۹۹۰ لسیزې په څیر چلند ونکړي، وویل چې طالبان د هغه وخت په اړه خپل توجیهات لري. خو اوس یې ویلي دي چې ښځې به د زده کړو او کار کولو حق ولري او کولای شي د وزیرې په توګه دنده ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې طالبان باید ځانونه د نوي افغانستان سره بلد کړي.

هغه د ښځو او اقلیتونو د حقونو په اړه وویل هر هغه تصمیم چې افغانان نیسي، د افغانستان سره د امریکا د راتلونکو مرستو په هکله د امریکا پر پالیسیو به اثر ولري او انتخابات او د افغان مذاکره کوونکو چلند به د امریکا د متحده ایالاتو د راتلونکو مرستو لوری وټاکي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه چې نور هیوادونه او مرسته کوونکي سازمانونه هم ګډ او یو شان دریځ لري.

ښاغلي خلیلزاد د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسې ته زیاته پاملرنه وکړي. هغه د بین الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د مختلفو هیوادونو د دپلوماتانو شتون د افغانستان سولې ته د نړیوالې ټولنې لیوالتیا وګڼله.

ښاغلي خلیلزاد وویل، چې د روان کال تر مني پورې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر شاوخوا ۴۰۰۰ اویا ۵۰۰۰ ته راټیټ شي او د نورو ځواکونو ایستل به د سیمې د وضعیت او د طالبانو له خوا د ژمنو د عملي کیدو په اساس وشي.

د افغانستان د اسلامي جموریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذاکرات د سپتمبر په ۱۲ (وږي ۲۲) د قطر په مرکز دوحه کې پیل شول او په تیرو ورځو کې د دواړو خواو د تماس ډلې د مذاکراتو د طرزالعمل پر سر په چانه وهلو بوختې دي.

ښاغلي خلیلزاد پدغه بهیر خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دواړو خواو د طزالعمل په ۱۸ یا ۲۰ مادو موافقه کړې او پر ځینو مواردو لا هم بحث روان دی.