شاته

ګلګت بلتستان کې د کورونا د نویو پېښو له امله ۸ ښونځي بېرته تړل شوي

د ګلګېت بلتستان حکومت اته ښونځي یا سکولونه وروسته له هاغې وتړل چې په ۶۰ استادانو کې یې کورونا مثبت شوه.‌

د ګلګت بلتستان د تعلیم وزیر عبدالجهان ډیوې ته وویل، اته واړه ښونځي په ګلګېت ضلعه کې دي او د روغتیا وزارت په نورو برخو کې هم د کورونا ټېسټونه کوي.‌

هغه وړاندې وویل، دوی ټول هغه څه کوي چې له امله یې د کوېډ ۱۹ خطر راکم شي او حکومت په بشپړه توګه چمتو دی چې په سیمه کې حالات کنټرول کړي.‌

دا په داسې حال کې چې روغتیايي چارواکي د کورونا د وبا د دوهمې څپې له راتګ څخه وېره لري او یواځې تېر ماښام د کورونا ۷۹۹ نوې پېښې موندل شوي دي.

روغتیايي کارپوه ډاکټر شمس وزیر ډیوې ته وویل، تېره ورځ د کورونا په مثبتو کې پېښو کې زیاتوالی په ټول هېواد کې لیدل شوی او دا چانس شته چې په راتلونکو ورځو کې په دې برخه کې نور زیاتوالي‌ هم ولیدل شي.

د برتانیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې لا وختي د کورونا دوهمه څپه پیل شوې ده.