شاته

دپښتونخوا وزیراعلي مهمندو کې افغان پولې پورې دسړک جوړولو پرانسته وکړه

د زیارت په ورځ وزيراعلی محمود خان په مومند قبائیلي ضلعه کې د چوپان پيکټ نه د تر د باجوړ سر لړې پورې د ۶۴ کلو ميټره سړک جوړولو پرانسته وکړه او د حليمزو غېبې خوړ نه د افغاستان پولې پورې د ګورسل ۴۴ کلوميټره سړک د جوړولو پرانسته یې هم وکړه۔

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان وئېلي په قبائيلي ضلعو کې د پرمختيا يو شمېر پروژې او په قبائيلي ضلعو کې د افغانستان سره په پوله به دولس کارباري مارکيټونه جوړوي .

هغه وایي افغانستان سره په پوله جوړیدونکو دوو مارکيټونو د وړاندې نه کار پېل شوی او د وخت تېريدو سره به په نورو هم کار پېل شي۔

د زیارت په ورځ وزيراعلی محمود خان په مومند قبائیلي ضلعه کې د چوپان پيکټ نه د تر د باجوړ سر لړې پورې د ۶۴ کلو ميټره سړک جوړولو پرانسته وکړه او د حليمزو غېبې خوړ نه د افغاستان پولې پورې د ګورسل ۴۴ کلوميټره سړک د جوړولو پرانسته یې هم وکړه۔

په دې دواړو لارو جوړولو به دوه اربه روپۍ لګښت کیږي او په دوو کالو کې به پرې کار سر ته رسي۔

د مومندو ګورسل لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره د پرانستو په اړه وزير اعلی وويل ځنې امنيتي ستونزي دي او ددې ستونزو دختمیدو سره سم به په مرحله وار ډول دا لارې هم پرانستل شي۔

وزير اعلا محمود خان قبائيلي ضلعې مومند ته دسفر په مهال ووئيل تېر مالي کال کې د قبائېلي ضلعو د پاره ۸۳ بیلینه روپۍ منظور شوې په هغې کې ۳۷ اربه روپۍ مصرف شوې وې او پاتې د کرونا وبا له وجې و نه کارول شوې۔

محمود خان وويل چې د خېبر پښتونخوا د نورو برخو بجټ کې هم ځني ځايونو کې ټول په ټوله پېسې نه وې مصرف شوې۔

محمود د روان کال ترقياتي منصوبو په اره وويل په ۱۱۲ پروژو به کار کولی شي چې ۱۳۲ اربه روپۍ لګښت به پرې راځي

دهغه په وینا " زه لګيا يم چې وفاقي حکومت د قبائيلي ضلعو د پاره په اېن ايف سي کې درې فيصده روپۍ منظور کړي او ورسره کليز د سل اربه روپو ورکولو وعدې هم پوره کړي، وزير اعظم عمران خان په دې خبرو خبر دې او دا ټولې پېسې به راوړو او په دې سيمو کې به مصرف کيږي"

وزير اعلا محمود خان وويل چې تېر مالي کال کې په ۸۳ اتيا اربه روپو کې کومې پېسې نه دي مصرف شوي هغه به ضائع کيږي نه او هم بېرته به د دې سيمو په پرمختګ خرچ کيږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی