شاته

پاکستان کې د ژوند ژغورونکو دوایانو بیعې تر۲۴۶فیصدو لوړې کړل شوې

دپاکستان مرکزي حکومت د ۹۴ ژوند ژغورنکو درملو یا دوایانو نرخونه خیژولي اؤ د دلیل په توګه یې ویلي چې اوس به دا درمل په بازارونو کې هرڅوک په اسانه توګه ترلاسه کولی شي.

د حکومت لخوا دخپرې شوې اعلامیې له مخې دکومو درملو بیعې چې لوړې کړل شوي هغې کې د زړه،شوګر،تبې،د سر درد،دستوني اؤ زکام درمل شامل دي.

ددې ترڅنګ دخیټې د درد،سترګو،غوږونو،غاښونو ، د وینې د مرضونو اؤ دعاجلې رغونې یا انټي بائیوټکس دوایانو نرخونه هم خیژول شوي دي.

د یادو درملو بیعې د نهو نه نیولې تر ۲۶۴ فیصدو لوړې کړل شوي .

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ښاغلي ډاکټر فیصل سلطان دچهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي حکومت د درملو نرخونه د دوا جوړونکو کمپنیو دفشار له امله نه دي لوړ کړي بلکې ددې دپاره یې لوړ کړي چې خلکو ته په اسانه په لاس ورشي.

هغه ویلي دا د زړې فارمولې ژوند ژغورونکي درمل وؤ چې که نرخونه یې نه وؤ سیوا کړل شوي نو دمارکیټ نه به ډډې ته کړل شوي وؤ اؤ بیا به په خلکو په پټ‌ ډول په ګرانو نرخونو پلورل کیدل.

هغه وویل د درمل ګرانیدو سره به اوس خلک دا په اسان ډول ترلاسه کولی شي اؤ مارکیټ نه دغائبیدو مخه یې نیول شوې ده.

تر دې یوه میاشت وړاندې د اګست په میاشت کې دملي روغتیا وزارت د درملو جوړونکو کمپنیو ته د درملو بیعو کې د۱۰ في صده اضافې منظوري ورکړې وه.

د درملو بیعو کې د لوړوالي منظوري د د دوایانو په اړوندکال ۲۰۱۸م کې دجوړې شوې تګلارې په اساس د دوایانو د نرخونو دکلیز مهال ویش له مخې ورکړل شوې وه اؤ ټاکل شوې وه چې د ستمبر دمیاشتې ترپائ به پاکستان کې خلک ټولې دوایانې په زړو نرخونو اخستی شي .

تر دې دمخه د تیرکال په پیل کې هم دپاکستان دننه د مهمو دوایانو نرخونه نهه اؤ د غیر مهمو دوایانو نرخونه ۱۵ فیصده لوړ کړي وؤ.

ولي بل لوري ته عام اولس د دوایانو په نرخونو کې زیاتوالی غریب ولس نه د روغتیا د اسانیو تروړلو په معنا عمل بولي اؤ وایي وړاندې نه دګرانۍ په سیلاب لاهو شوي بې وزله خلک به اوس پاکستان کې ځان دپاره درمل هم نه شي اخستی.

پېښور کې میشت خبریال ښاغلی یاسر حسین وایي دتحریک انصاف حکومت چې دکله نه راغلی نو ولس باندې ورځ تر بلې د ګرانۍ بار اچوي اؤ نن اوړه، غوړي،چیني ، سبزیانې اؤ د ورځني ضرورت شیان دومره ګران شوي چې عام خلک یې داخستو توان نه لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زیات خلک خو د زیاتې ګرانۍ له امله ذهني اؤ بدني ناروغان شوي اؤ په درملو خپل ژوند تیروي خو دا چې اوس پرې حکومت درمل هم ورځ تر بلې ګرانوي نو دا په دې معنا چې نور دې د بې وزله خلکو نه بیخي د ژوند حق وتروړل شي.

یاسر حسین وایي یوازې د درملو نرخونه نه دي ختلي بلکې دلته ډاکټرانو هم د ۵۰۰ نه خپل فیسونه ۱۵۰۰ اؤ ۲۰۰۰ روپو ته لوړ کړي اؤ د اپریشن تهټرو نرخونه هم ورځ تر بلې په بره روان دي .

خو دپېښور کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یو سیمه ییز مشر یا ناظم ښاغلی ثمین جان بیا وایي چې د دوایانو نرخونه یوازې دتحریک انصاف په حکومت کې نه بلکې په ټولو حکومتونو کې په کلیز اساس لوړیږي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل چې حکومت د غریب ولس په ستونزو ښه خبر دی همدا لامل دی چې دغریبانو دصحت دپاملرنې دپاره دتحریک انصاف حکومت په لکونو خلکو ته صحت انصاف کارډونه ورکړي چې دهغې په اساس خپل ویړیا علاج کولی شي.