شاته

د سعودي پاچا د منځني ختیځ له سولې ملاتړ وکړ خو له اسرایل سره د اړیکو د ښه کېدو په اړه یې څه و نه ویل

واشنګټن – د سعودي عربستان پاچا د ملګروملتونو په عمومي غونډې کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د منځني ختیځ له سولې ملاتړ وکړ خو داسې څه یې و نه ویل چې ریاض دې ګواکې له اسرایلو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې ژر د عربي متحده اماراتو او بحرین پر لاره ولاړ شي.‌

پاچا سلمان بن عبدالعزیر د یو ویډیو پیغام له لیارې د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وویل، "په منځني ختیځ کې سوله زمونږ له سټراټیژیکو موخو څخه ده."

هغه وړاندې وویل،‌ "مونږ به د یوې روښانه راتلونکې د جوړولو په لاره کې د ګډ کار کولو له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ و نه کړو تر څو سوله، ثبات او نېکمرغي راشي او د سیمې ټول خلک په ګډه سره ژوند وکړي."

د سیمې په خلکو کې اسرایل هم دي له چا سره چې سعودیان اړیکې نه لري. د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره اونۍ د منځني ختیځ د سولې تړون یا ابراهام تړون د لاسلیک پر وخت اټکل کړی وو چې ریاض به هم په یو مناسب وخت کې له اسرایلو سره د اړیکو ښه کولو په برخه کې د عربي متحده اماراتو او بحرین لاره تعقیب کړي.‌

خو د ملګروملتونو په عمومي غونډه یا جنرل اسامبلۍ کې پاچا سلمان د سعودي عربستان د اوږدې مودې دریځ بیا تکرار کړ چې هغه د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوه دولته یا ټو سټېټ سلوشن دریځ په نامه یادېږي.‌

هغه همدارنګه د ۲۰۰۲ کال عرب پيس انېشېټیو څخه ملاتړ څرګند کړ په کوم کې چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو په بدل کې له اسرایلو سره د اړیکو نومال کېدل غوښتل شوي دي.‌

د ایران په اړه سوني مسلمان پاچا سلمان وویل، چې حکومت یې د شعیه اکثریت ایران ته په تېر وخت کې د سولې لاس اوږد کړی خو څه یې نه دي ترلاسه کړي.

د سیمې دغه دوه قدرتونه د ۲۰۱۵ کال راهیسې په خپلو کې په یمن کې جګړه کوي.‌

سلمان وویل،‌ په یمن کې ایران پلوو هوسي یاغیانو د جګړې د پیل راهیسې د سعودي په خاوره باندې تر ۳۰۰ زیات بالیسټیک توغندي او ۴۰۰ ډرون توغولي دي. هغه همدارنګه په تهران باندې له دې امله نیوکه وکړه چې په سیمه کې د خپلو پروژو د پراخولو لپاره یې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه ناوړه کار اخیستې.

سلمان وویل،‌ "له ایران سره زمونږ له تجربې مو دا زده کړي دي چې نیمګړی حل او نرموالی هغوی له دې نه دي منعه کړي چې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښونه جوړي نه کړي.‌"

د ایران په اړه دغه ګډې اندېښنې دي چې د سیمې زیات کارپوهان په دې اند دي چې ښايي بلاخره سعودي په رسمي توګه له اسرایلو سره نېږدې کړي.‌

رویټرز راپور ورکوي چې په ملګروملتونو کې د ایران استازي علي رضا مېریوسفي د سعودي لخوا دغه ادعاوې بې بنسټه بللې.

په ورته وخت کې په نیویارک کې د ملګرملتونو د انلاین عمومي غونډې په څنډه کې په ملګروملتونو کې د اسرایلو استازي ګیلېډ اردن د لومړي ځل لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو له خپل سیالې لانا نصیبې سره سره د هغې د کار په دفتر کې وکتل.

د اسرایلو یو ویاند ویلي،‌ "دواړو کسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په زیاتېدو باندې ټینګار کړی تر څو د منځني ختیځ د سولې ګټې پراخې شي.‌