شاته

امریکا عراق ته اجازه ورکړه چې د ۶۰ نورو ورځو لپاره له ایران څخه ګاز وارد کړي

د فرانسې خبري ادارې یا اې اف پي د شورو یا چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې امریکا عراق ته ۶۰ نورې ورځې ورکړې چې کولای شي له ایران څخه ګاز واخلي.

بغداد له تهران څخه د ګازو او برېښنا په وارداتو باندې تکیه لري تر څو خپل د برېښنا سکټور دریمه برخه چې د کلونو جګړو او لږې پاملرنې له امله زیانمن شوی په پښو ودروي.

امریکا د ایران د انرژۍ صنعت د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې تور لست ته واچوه خو له هغې راوروسته یې خپل متحد بغداد ته یو سلسله معافۍ ورکړې تر څو ددغه هېواد پراخه اړتیا پوره شي.

په مې میاشت کې واشنګټن عراق ته د مصطفی الکاظمي لپاره د ښه ګام په توګه عراق ته څلور میاشتنۍ اجازه ورکړې وه ځکه هغه داسې یوه کابینه جوړه کړه چې د پخواني لومړي وزیر په پرتله زیاته له امریکا سره ملګرې وه.

امریکا په عراق باندې زور راوړ چې پر ایران د بندیزونو له معافۍ څخه دې کار واخلي تر څو د ایران له انرژۍ څخه خپلواکه شي په ځانګړې توګه له امریکايي کمپنیو سره د شراکت له لیارې.

امریکا په دې برخه کې د پخواني لومړي وزیر عبد المهدي تر واک لاندې دور کې د ورو پرمختګ څخه خوشحاله نه وه.‌

که څه هم د کاظمي کابینه داسې معاملې کړندې کړې دي خو په دې کې پاتې راغلی چې نېږدې هره ورځ د لویدیځ په پوځ او ډپلوماټیکو برخو باندې د راکټي بریدونو او چاودنو مخه ونیسي.

کاظمي په اګسټ کې له واشنګټن څخه د خپل سفر پر وخت د انرژۍ په برخه کې له بیلا بېلاو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل.

د تېلو په تولیدونکو هېوادونو یا اوپیک کې د دوهم ستر هېواد په توګه عراق په خامو تېلو باندې ډېره تکیه لري چې د خپل حکومت تر ۹۰ سلنه زیاته بودرېجه هم له همدې لارې ترلاسه کوي خو سږ کال د تېلو بیې ډېرې غورځېدلې دي چې له امله یې د حکومت مالي حالت له ستونزو سره مخ شوی.

ددې ترڅنګ کورونا وایرس په ټول عراق کې خپور شوی او ددغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر ۳۳۰۰۰۰ زیات کسان پرې اخته او تر ۸۷۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌