شاته

وزيرستان: د ريسکيو 1122 مرکزونه جوړ شو خو خلک وايي رابطه ورسره نه شو کولی

په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې اداره (ريسکيو 1122) وايي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ يې په شمالي او جنوبي وزيرستان، مومند، باجوړ، خېبر، اورکزۍ، کرمه او پخوانيو نيمو قبايلو علاقو (اېف ار) کې خدمات روان کړل خو د وزیرستان خلک وايي په علاقه کې د ټيليفون او موبايل سروس د نشتوالي له امله دوی نه شي کولی چې د ادارې خدمات ترلاسه کړي.

د ژغورنې ادارې (ریسکيو 1122) وياند بلال فېضي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په صوبه کې شامل شوؤ اووه ضلعو او پخوانيو شپږو نيمو قبايلي سيمو کې يې خدمات روان کړل او په دغو علاقو کې په هر مرکز کې دوی د 60 نه تر 70 پورې کارمندان لري.

هغه وويل دغو علاقو ته اېمبولنسونه او نور ګاډي ورکړی شوي او هر څوک کولی شي چې د خپل ټيليفون موبايل يا ځمکني ټيليفون نه په 1122 ويړیا ټيليفون وکړي او د هر ډول پېښې دپاره د ادارې نه ويړيا خدمات ترلاسه کړي.

د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکي خلک د دغو خدماتو ستاينه او هرکلی کوي خو وايي په يادو علاقو کې د ټيليفون او موبايل سروس د نشتوالي له امله دغه خلک به څنګه وکړی شي چې د ادارې خدمات ترلاسه کړي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی نجيب داوړ وايي د مرکز میرانشاه نه يواځې په شپږ کلوميټره فاصله کې اوسي خو هلته نه د موبايل او نه د ټيليفون سروس شته بيا دوی به څنګه وکړی شي چې د خدماتو ترلاسه کولو دپاره 1122 سره رابطه وکړي.

هغه وويل دوی 1122 ته خوشحاله دي خو د وزیرستان په لس لکه ابادۍ کې يواځې د ميرانشا يا ميرعلي بازار 1000 يا 1500 تنه د دې نه خدمات ترلاسه کولی شي او پاتې نور د رابطو د اسانتياؤ د نشتوالي له امله نه شي کولی چې د ادارې د خدماتو نه ګټې پورته کړي.

د جنوبي وزيرستان نه خبریال فاروق محسود وايي په داسې حال کې چې په علاقه کې هره ورځ ماين چاؤدنې کیږي، د علاقې روغتونونه غېر فعاله دي خلک د ناروغانو نورو ځايونو ته وړلو دپاره د ډېر تاوان سره مخ کيږي، 1122 به د علاقې د خلکو ستونزې کمې کړي.

خو نوموړی دعوه کوي چې د هغه خيال يواځې د جنوبي وزیرستان پينځه فيصده علاقه به د ادارې د ژغورنې د ادارې خدمات ترلاسه کړي.

هغه وويل که د دې ادارې سره په علاقه کې د ټيليفون يا موبايل سروس هم په ځای کړی شي نو دا به د جنګ ځپلې علاقې د خلکو په ګټه تمام شي.

په وزیرستان کې په تېرو ورځو کې زده کوونکو هم د موبايل او انټرنېټ سروس د نشتوالي له امله احتجاجي مظاهرې کړې وې چې دوی د انلاين کلاسونو څخه محرومه پاتې شوي دي.

د دغو مظاهرو په مهال د هغه وخت د وزيراعلی د انفارمېشن ټکنالوجۍ سلاکار ضياالله بنګش وي او ای ډيوه ته ویلي ؤ دوی په علاقه کې د موبايل او ټيليفون سروس په ځای کولو دپاره د کورنيو چارو د وزارت سره په تماس کې دي او چې څنګه ورته د وزارت لخوا اجازه ترلاسه شي دوی به وکړی شي چې علاقې ته دغه اسانتيا ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.