شاته

د همالیا لانجمنې پولې ته د نورو سرتیرو په نه استولو د هند او چین موافقه

هند او چین موافقه کړې چې د همالیا د لانجمنې پولې سیمې ته د نورو سرتیرو له استولو ډډه وکړي، چیرته چې ددې دواړو هیوادونو د قواو ترمنځ د جون په میاشت کې مرګونې تن په تن جګړه شوې وه.

ددې دواړو هیوادو ګډه اعلامیه چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه وایي، د دواړو هیوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته دغه موافقه ترلاسه شوې ده.

اعلامیه زیاتوي، دواړو هیوادونو موافقه کړې چې: د هر ډول «سو تفاهم او ناوړه قضاوت کولو نه ډډه وشي» چې په ستراتیژیکه سیمه کې د نورو نښتو سبب کیږي.

د هند او چین په پوله حالات د می په میاشت کې خراب شول او بیا یوه میاشت وروسته د جون په میاشت کې د دواړو خواو سرتیرو سره د سوکانو د وهلو او تیږو ویشتلو په ګډون تن په تن نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه هندي سرتیري ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول. چین هم تلفات ورکړل، خو په اړه یې جزییات څرګند نکړل.

د وروستیو نښتو ملامتیا دواړو خواو پر یو بل اچولې وه. هند په چین تور پورې کړ چې لانجمنې پولې ته یې سرتیري او وسلې لیږدولي دي. بیجینګ بیا نوی ډهلی په خلاف کاریو او پر ډزو کولو تورن کړ چې د چینایي سرحدي قواو امنیت ګواښي. پداسې حال کې چې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ اوږدمهاله پروتوکولونو په اساس د ګرمو وسلو استعمالول منع کړي دي.

د هند او چین ترمنځ سرحدي لانجه د ۱۹۶۲ کال د جګړې له وخت راپاته ده، خو دواړو هیوادونو د اوږدمهاله شخړه د اقتصادي اړیکو د ښه کیدو پر خاطر د څو لسیزو راپدیخوا شاته اچولې ده. خو وروستیو نښتو یو ځل بیا د هغوی پر اړیکو ژور اغیز کړی دی.