شاته

کندز کې د ښځو لاسي صنایعو لپاره یو لوی مرکز جوړېږي

په کندز کې د ښځو د لاسي صنایعو او د نورو کورني تولیداتو لپاره یو لوی مرکز جوړېږي او په ګټې اخیستو سره به‌یې لسګونه تنو صنعت‌کارو او متشبثو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

د چارواکو په وینا، په کندز ښار کې د لیتاکا دفتر د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، وچو مېوو او د نورو کورنیو تولیداتو لپاره د خرڅلاو یو لوی سوداګریز مرکز جوړوي.

۲۵ کلنې زینب کاکړ چې له ۴ کالو راهیسې د لاسي صنایعو تولیداتو ته مخه کړې وايي چې پخوا يې د لاسي صنایعو په خرڅولو کې ستونزې درلودې، خو اوس د دې مرکز جوړولو له کبله ورته هیلې پیدا شوي.

هغې زیاته کړه: "موږ خیاطي، خامک دوزي او موره دوزي کوو، موږ تولیدات درلودل، خو په دې برخه کې کوم بازار نه‌وو. اوس خوشحاله یو چې دلته نوی مارکېټ جوړېږي او وروسته له دې به خپل تولیدات همدلته وړاندې کوو."

د لاسي صنایعو په کارخانه کې یو تن کارکوونکې
د لاسي صنایعو په کارخانه کې یو تن کارکوونکې

په دغه ولایت کې د لیتاکا دفتر مسئول انجنیر عبدالبصیر وایي چې دغه مرکز ښځو ته د کارموندنې او د کاري ظرفیت لوړولو په خاطر جوړېږي.

هغه زیاته کړه: "زموږ کلی او زموږ اقتصاد په نوم، دغه سوداګریز مرکز د سپین زر شرکت په ۴ جریبه ځمکه کې جوړېږئ. په دې مرکز کې زیات شمېر دکانونه او ترڅنګ‌یې نورې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي او په ګټې اخیستو سره به‌یې زیاد شمېر ښځي او نارینه ورڅخه برخه‌من شي."

د لیتاکا او د سپین زر شرکت د تفاهم‌نامې له مخې د دغه سوداګریز مرکز مسؤلیت به پنځه کاله وروسته د سپین زر شرکت ته سپارل کېږي. د دې ولایت د سپین زر د تصدۍ رئیس ذبیح‌الله زاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دلته یو د وریجو د پروسس مرکز، د وچو مېوو لپاره د بسته‌بندۍ مرکز، د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره یو لوی تالار جوړېږي. د غالیو پلورلو لپاره دکانونه لري. د لاسي صنایعو لپاره دکانونه لري او دغه‌شان د وچو مېوو لپاره دکانونه لري."

د کندز د ښځو چارو ریاست رئیسه نصیبه هولکر وايي چې د دې سوداګریز مرکز په جوړولو سره به د صنعت‌کارو ښځو ستونزې هوارې شي او دغه‌شان لسګونه تنو ښځو ته به په‌کې د کار کولو زمینه برابره شي.

د کندز د ښځو چارو ریاست رئیسه نصیبه هولکر
د کندز د ښځو چارو ریاست رئیسه نصیبه هولکر

هغې زیاته کړه: "د دې مرکز جوړول یوه لویه لاسته راوړنه ده چې له امله به‌یې ګڼ شمېر صنعت‌کارو ښځو ته د کار زمینه برابره شي او سربېره پر دې د ښځو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو او محصولاتو ته به بازار موندنه وشي. دا ګام موږ په نېک فال نیسو ځکه ښځو ته امیدواري پیدا کېږي چې دوی د دولت له قوي ملاتړ څخه برخه‌منې دي."

په داسې حال کې په کندز کې د ښځو لپاره یو ستر سوداګریز مرکز جوړېږي چې له دې وړاندې ښځو په دغه ولایت کې د ښځينه سوداګریز مرکز د نشتوالي له کبله خپلې اندېښنې ښودلې وې.

لیتاکا د افغان-تاجک په سرحدي سیمو کې د معیشت د ودې پروژه ده چې په کلیوالو سیمو کې د فقر د له‌منځه وړلو، د ښځو لاسي صنایعو ته د ودې ورکولو او د هغوی لپاره د سیمه‌ییزو مارکېټونو جوړولو، کرنې ته د ودې ورکولو او د سیمه‌ییزو محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې کار کوي.

د دې پروژه مالي لګښت د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د جاپان د نړیوالو همکاریو اداره ورکوي.