شاته

خوستۍ ښځې: په مذاکراتو کې دې د ښځو لاسته راوړنې خوندي شي

د خوست ښځې په قطر کې افغان خپلمنځیو خبرو اترو ته هیله منې دي او غواړي په لومړي ګام کې دواړه خواوې په خپلو کې دایمي اوربند وکړي.

دوی زیاتوي، یوازې په سرتاسري سوله کې هغه پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کېدلی شي چې په ټوله کې افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو د تعلیم او کار په ګډون په نورو بیلابیلو برخو کې ترلاسه کړي دي.

خوستوالې ښځې له ټولو افغانانو غواړي، چې د ملي یووالي له لارې د دې هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

یوازې په سوله کې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کیدلی شيد سې شنبې په ورځ له ازادې اروپا راډيو مشال سره په خبرو کې مدني فعالې نادیه باوري وویل، دوی په قطر کې د سولې خبرو اترو ته خوشبینه دي، خو په دې خبرو کې باید د ښځو شته لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د تعلیم او کارکولو حق خوندي شي.دې د اوربند او د دایمي سولې غوښتنه کوي او وايي، د جګړې د دواړو خواوو قربانیان افغانان دي.

یوازې په سوله کې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کیدلی شي
نادیه باوري

نادیه باوري هیله کوي، چې افغانان به د سولې او یووالی له لارې د دې هېواد جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

خوستۍ فعالانې وايي، یوازې په سوله کې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کیدلی شي. مدني فعالې حمیرا نوري وویل، سوله له ځان سره د امنیت، ورورولي، سوکالي او د مور مینه لري، پلار په کې د خپلو اولادونو هیلې ترسره کولی شي او په سوله کې یو کس جسماً او فکراً هېواد ته د خدمت جوګه کیدلی شي.

نسرین احسان چې له تېرې یوه نیمې لسیزې د ښځو د حقونو او تعلیم ته د نجونو د هڅونې په برخه کې کار کوي وايي، د جګړې تر ټولو ستر زیان ښځې زغمي. دې زیاتوي، دوی د سولې د ذهنیت جوړونې لپاره يې په تېر کې هم هڅې کړي او خپلو کوښښونو ته به دوام ورکړي.

د ښځو چارو رئیسه شافعه نورزۍ وايي، دوی داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وي. هغه زیاتوي، په جګړه کې ځکه ښځې ډېرې زیانمنې وي، چې دوی په کې ورور، پلار، زوی او یا خاوند دلاسه ورکوي.

دوی وايي، ښځې هغه خلک هم بخښي، چې د هغوی وروڼه، زامن او خاوندان يې وژلي او یا هغوی ورڅخه زیانمن شوي دي. د دوی په وینا که هغوی ونه بخښل شي او افغانان د دایمي سولې یوې هوکړې ته ونه رسیږي، نو د وژنو او ورانیو راونه لړۍ به دوام پیدا کړي او د جګړې قربانیان به لدې هم زیات شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سپټمبر په ۲۱مه د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د مکررو غوښتنو سره-سره هم تر اوسه طالبانو د اوربند په اړه مثبت ځواب نه‌دی ویلی او پر ځای یې ویلي چې اوس‌مهال باید په افغانستان کې د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

غني سولې ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو همکاري وغوښته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:52 0:00