شاته

د سولې خبرې، د طالبانو دريځ او څو پوښتنې

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې روانې دي. د نړۍ په هر هیواد کې د سولې خبرې اسانه کار نه دی خو دا چې اوس افغانان سره یو ځای شوي او له یو بل سره خبرې کوي، دا حقیقت د یوه روښانه راتلونکي هيله بښي.

بل لور ته که څه هم د سولې خبرې یوه لاره ده چې خلک یو ځای راټول او یوه ميز ته راشي خو دا مذاکرات د افغانستان د ټولو ستونزو حل نه دی. ځينې داسې موضوعات دي چې لا نورې تشريح ته اړتيا لري.

طالبان پر اسلامي ټولنه ډېر ټينګار کوي او وایي له ښځو سره به د اسلام د قانون په رڼا کې چلند کوي. خو د دې دريځ د مشخصاتو په اړه وضاحت نه ورکوي.

افغانستان په اکثریت توګه یوه اسلامي ټولنه ده او هيڅ څوک د اسلام له دین او قانون سره ستونزه نه لري. خو د " اسلامي قانون" تعریف د یوه طالب لپاره څه دی؟ په دې اړه هم د دې ډلې هيڅ غړیو روښانه خبرې نه دي کړي.

طالبان وايي چې ښځه کولی شي ډاکټره او يا معلمه شي. خو ایا طالبان به يوه ښځه وزیره ومني او د مشرې په توګه به د هغې امر تعقیب کړي؟

طالبانو مخکې ویلي چې د ښځو له زده کړو سره ستونزه نه لري او ښځې کولای شي ډاکټرانې او ښوونکې شي خو پوښتنه دا ده چې که یوه ښځه په وزارت کې د وزيرې په توګه کار وکړي ایا یو طالب به د دې وزیرې مشري ته غاړه کیږدي او د هغې اوامر به تعقیب کړي؟ یا یوه ښځه په رسنیو کې تفریحي خپرونې پر مخ یوسي؟

طالبان وايي چې د دوی دريځ د پخوا په پرتله تغییر کړی دی. خو که دا خبره سمه وي، ایا دوی تر خپل کنترول لاندي سیمو کې نجونې ښوونځي ته پریږدي؟ ښځې له کوره بهر کار او وظیفې ته پریږدي چې د ټولنې په پرمختګ کې برخه واخلي؟

زما په نظر طالبانو ته ښه فرصت برابر شوی چې د اسلامي قانون سره سم د ښځو لپاره ښوونځي پرانیزي، ښځو ته د اسلامي قانون په رڼا کې د تعلیم، کار او روزګار زمینه برابره کړي چې افغانانو او نړۍ ته د دوی خبره ثابته شي چې د پخوا په پرتله د دوی دریځ بدل شوی دی.

په اسلامي نړۍ کې هر هیواد خپل بیل قوانین لري. د بیلګې په توګه د مصر قوانین له اندونیزیا او د بحرین قوانین له متحده عربي اماراتو بېل دي. د مصر اساسي قانون د دې هیواد ښځو ته د رایې ورکولو، کار کولو او زده کړو حق ورکوي او له دوی سره د جندر پر اساس توپیري چلند منع اعلان شوی دی. همداراز په اندونیزیا کې ښځې له نارینه وو سره د سیاست په ګډون د ژوند په هره برخه کې برابر حقونه لري.

سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې د ښځو په برخه کې د تندلاري قانون لرونکي هیواد بېلګه کیدای شي خو د افغان ښځو لپاره د طالبانو قوانین تر سعودي عربستان لا سخت وو. اوسمهال سعودي عربستان په خپل اسلامې قانون کې یو شمېر په زړه پوري بدلونونه راوستلي دي. ځينو کارونو ته چې د دوی په قانون کې پخوا د ښځو لپاره ممنوع ول، اوس ورته جواز ورکړل شوی لکه په دې هیواد کې د ښځو موټر چلول او پرته له محرمه بهرنیو هیوادونو ته د سعودي عربو ښځو سفر.

له طالبانو هم ورته هیله کیږي چی د ښځو لپاره د تېر پر څېر د جبر، ظلم او شکنجې قانون خپل نکړي او پر ځای یې د زده کړو او په هر ډګر کې د پرمختګ لارې پرانیزي. د ښځو پر وړاندې تندلاری دريځ به په اوسني دور کې په هيڅ صورت افغانانو ته د منلو وړ نه وي.
ښځې سالم شرعي حق لري چې په هر ډګر کي دنده او په ټولنه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

محبوبه اخترزاده
ليکواله سافټ ويير انجنیره ده.

- پورته ليکنه د ليکوالي خپل نظر دی او په ازادي راديو پورې تړاو نه لري.