شاته

کراچۍ: د بلديه کارخانې په مقدمه کې د اېم کيواېم دوه غړو ته د مرګ او څلورو نورو ته د عمر بند سزا

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد د مقدمو اورېدونکي عدالت د بلديه کارخانې د اور لګېدو او خلکو د وژنې په مقدمه کې د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) دوه غړو ته د مرګ سزا اورولې ده، په مقدمه کې څلورو کسانو ته د عمر بند سزا هم اورول شوې ده.

د کال 2012م په 11 ستمبر د کراچۍ په بلديه ټاؤن کې د علي انټرپرايزز په نوم د جامو په کارخانه کې د اور لګېدو په پېښه کې د 264 پورې کسان وژل شوي وو.

د پېښې په مقدمه کې د اېم کيو اېم د دغه ځای سېکټر انچارج عبدالررحمان بهولا او زبېر چريا ته د مرګ سزاګانې اورولي دي.

په مقدمه کې د کارخانې کارکوؤنکو شاه رخ، فضل احمد، ارشد محمود او علي محمد ته د عمر بند سزاګانې اورول شوي دي.

په مقدمه کې نامزد د پېښې په مهال د اېم کيو اېم صوبايي وزیر رؤف صديقي، اقبال اديب خانم، عمر حسن قادري او عبدالستار بريد کړی شوي دي.

عدالت په فېصله کې ویلي په کارخانه کې اور لګول شوی دی نه چې لګېدلی ؤ.

په ياده مقدمه کې د اېم کيواېم د تنظيمي کمېټۍ حماد صديقي او بل تن عمر حسن قادري مفروران دي او ويل شوي هغوی اشتهاري ګرځول شوي دي.

څو مياشتې وړاندې په کارخانه د لګيدلي اور په اړه خپور شوي پلټنيز (جی ايي ټي) رپوټ کې ویل شوي "په کارخانه د اور لګېدو پېښه پلان شوې تخریب کاري او د ترهګرۍ پېښه وه".

په پلټنيز رپوټ کې ويل شوي ؤ کارخانې ته " اور د 20 کروړه روپو بهتي/ قلنګ نه ورکولو او په کارخانه کې د برخې نه ورکولو په سر د متحده قومي مومنټ د حماد صديقي او رحمان بهولا په وېنا اچول شوی ؤ".

د ياد رپوټ په نتيجه او سپارښتنو کې ويل شوي ؤ چې د دغه پېښې مقدمه د فشار لاندې درج شوې او د ترهګرۍ پېښې ته د مرګ يا وژنو عامه پېښه ويل شوې ده.

د رپوټ ترمخه مقدمه دې په رحمان بهولا، حماد صديقي، زبېر چريا، څلور نالومو، عمر حسن قادري، ډاکټر عبدالستار، علي حسن قادري او اقبال اديب خادم پرضد درج شي،رؤف صديقي وروسته په مقدمه کې شامل کړی شوی ؤ.

په رپوټ کې رحمان بهولا د بلديه ټاؤن د اېم کيو اېم سېکټر انچارج او حماد صديقي د اېم کيو اېم د تنظیمي کمېټۍ مشر ياد کړی شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.