شاته

ټرمپ: امریکا د افغانستان په سوله کې خپل کردار ادا کوي، داسې سوله چې د قوت له لارې وي

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وایي چې ملک یې په افغانستان کې د سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي او داسې سوله چې د قوت له لارې وي. صدر ټرمپ چې د نهې/سې شنبې په ورځ یې د ویډیو لېنک له لارې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوله، د نړۍ په کچه یې د امریکا په مهمو لاسته راوړنو هم رڼا واچوله.

صدر ټرمپ پخپلې وینا کې د افغانستان د حالاتو په اړه زیات ونه غږېد خو دومره یې وویل چې د امریکا په کوشش د سولې عمل هلته روان دی. هغه وویل، "همدا اوس چې مونږ لګیا یو خبرې کوو، امریکا په افغانستان کې د جنګ په ختمولو کار کوي، او مونږ خپل عسکر بېرته هېواد ته راستانه کوو. امریکا د یو سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي، خو داسې سوله چې د قوت له لارې وي."

د صدر ډانلډ ټرمپ د دې وینا نه شېبه مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کېلي کرافټ خبرې وکړې او په هغه کې یې دې خبرې ته اشاره وکړه چې اوس د افغانستان د سولې په خبرو کې ښځې هم شاملې شوي او ټرمپ ته دا خبره مهمه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کېلي کرافټ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کېلي کرافټ

کیلي کرافټ وویل، "ښځې اوسمهال د افغانستان د امن په پروسه کې ځای لري، او صدر ټرمپ په دې باور دی چې په اختیارداره څوکیو د ښځو د شتون او د افغانانو د یو لا روښانه او لا سوله ییزې آیندې ترمنځ یو واضحه رابطه موجوده ده. د دې ټولو سره سره، صدر ټرمپ د اوږدمهاله رقیبو ډلو د یوځای کینولو دپاره چې د یوې دوامداره سولې دپاره سره کار وکړي، ضروري قوت له ځانه ښودلی دی."

د دې نه علاوه، د افغانستان او سیمې په اړه څه ونه ویل شول.

د نړېوالو پېښو په اړه د ټرمپ څرګندونې:

ټرمپ د نهې په ورځ ملګرو ملتونو ته خپله وینا د کرونا وایرس د نړېوالې وبا په هکله پیل کړه او هغه وایرس یې "چاینا وایرس" وباله. ټرمپ په چین باندې سخت ټکونه وکړل او ویې ویل، ملګرو ملتونو ته په کار ده چې د چین نه حساب وغواړي.

ټرمپ د امریکا کوششونو ته په اشارې سره وویل چې امریکا کې د کروناوایرس په درېیو واکسینونو وروستني آزمایشونه کوي او په عین حال کې بوخت دي چې دا واکسینونه مخکې له مخکې په ډېره اندازه جوړ او ویشلو ته آماده اوسي.

ټرمپ خوشبینې څرګنده کړه او ویې ویل، "مونږ به واکسین وویشو، مونږ به وایرس ته ماتې ورکړو، مونږ به عالمي وبا ختمه کړو، او مونږ به داسې یو دور شورو کړو چې په هغه کې بې سابقه رفاه، همکاري، او سوله وي."

ولسمشر ټرمپ د اسراییلو او دوو عربي ملکونو، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ابراهیم په نوم معاهده هم مهمه یاده کړه او ویې ویل چې د منځني ختیځ نور ملکونه به هم له اسراییل سره اړیکې ښې کړي. د امریکې ولسمشر زیاته کړه چې د بحرین او اماراتو نه وروستو، "ډېر نور د مشرق وسطی ملکونه به ورپسې وي. هغوی په تېزې راروان دي، او هغوی پوهېږي چې څه ورته ګټور دي او څه نړۍ ته ګټه کوي."

ټرمپ د اسراییل سره د بحرین او متحده عربي اماراتو معاهده، تاریخي وبلله
ټرمپ د اسراییل سره د بحرین او متحده عربي اماراتو معاهده، تاریخي وبلله

ښاغلي ټرمپ پخپل تقریر کې چې د لسو مېنټو نه کم و، د ملګرو ملتونو په کردار باندې هم تبصره وکړه او ویې ویل: "که په کار وي چې ملگري ملتونه یو موثره یا ګټور تنظیم وي، په کار ده چې دا تنظیم د نړۍ په اصلي مشکلاتو غور وکړي، په دې ستونزو کې ترهګري، د ښځو ټکول کېدل، اجباري کارکول، د مخدره موادو سمګلېنګ، د انسانانو سمګلېنګ او د هغو نه جنسي ګټه اخېستل، د مذهب په نوم ځورول، او د مذهبي اقلیتونو نسلي قتل عام شامل دي."

صدر ټرمپ دا دعوه هم وکړه چې امریکا به همیش د بشري حقونو په برخه کې مخکښه پاته وي.