شاته

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ کلیزه غونډه شروع شوه

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا کلیزه غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیویارک کې شروع شوه او د ادارې په ۷۵ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د غونډې ګډون وال د بېلا بېلو ملکونو استازي د اسمبلۍ په تالار کې موجود نه دي بلکې د کرونا وایرس له امله د وډېو کانفرنس دلارې خپل تقریرونه کوي.

د کال ۱۹۴۵ د روایت سره سم د برازیل صدر د جنرل اسمبلۍ د غونډې پرانیسته وکړه او د ملګرو ملتونو د کوربه هېواد په حېث د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لومړی مخکې ریکارډ شوی تقریر وکړو. هغه په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې د چین د کړنو په سر دې د چین احتساب وکړی شي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امن په موضوع عم خبرې وکړي او ویې وېل چې امریکا په افغانستان کې د سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي او داسې سوله غواړي چې د قوت له لارې پرځای کړی شوي وي.

صدر ټرمپ وویل چې د امریکا په کوشش په افغانستان کې د سولې عمل روان دی. هغه وویل، "همدا اوس چې مونږ لګیا یو خبرې کوو، امریکا په افغانستان کې د جنګ په ختمولو کار کوي، او مونږ خپل عسکر بېرته هېواد ته راستانه کوو. امریکا د یو سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي، خو داسې سوله چې د قوت له لارې وي."

د افغانستان صدر اشرف غني هم د ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وېنا ریکارډ کړي. د هغه د وېنا څه برخه ارګ په فېس بک شریکه کړې ده.

اشرف غني وویل چې په افغانستان کې د پرمختګ دپاره ضروري ده چې جنګ بندي وشي او تشدد ختم کړی شي. هغه د غونډې په غړو ملکونو غږ وکړو چې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو کامیابۍ په محفوظ ساتلو کې دې د جنګ ځپلې هېواد مرسته وکړي. هغه وویل افغانستان د بې ثباتۍ رامنځته کوونکو یو شمېر عناصرو سره مخامخ دی او د پرمختګ دپاره ضروري ده چې مخه یې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو غوڼدې ته خپله وېنا کې صدر ټرمپ په دنیا کې د کرونا وایرس د خپرېدو ‌ذمه واري په چین واچوله او ویې وېل د وایرس په لومړیو ورځو کې چین د ملک دننه په سفر بندیزونه لګولي وو خو د ملک نه بهر پروازونه کېدل چې د صدر ټرمپ په وېنا دنیا نا روغا کړي.

صدر ټرمپ وویل د چین حکومت د چین د اختیار لاندې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې په دروغه وېل چې داسې شواهد نشته چې کرونا وایرس د یو انسان نه بل انسان ته ورپورۍ کیږي. د صدر ټرمپ په امر امریکې د ډبلو اېج او مالي امداد بند کړی دی.

په خپل ریکارډ شوي تقریر کې د چین صدر ژي جنپنګ وویل کرونا وایرس ته د سیاسي رنګ ورکوولو کوښښونه باید رد کړی شي او ډبلیو ایچ او ته باید مکمل اختیار وکړی شي چې د کرونا وایرس په ضد ګامونه واخیستل شي.

د ناستې په لومړۍ ورځ چې د کومو نورو ملکونو سربراهان وېنا کوي پکې د ترکي صدر رجپ طېب اردوان، د روس صدر ولادېیمر پوټن او د فرانس صدر اېمېنول مېکران شامل دي.

د نړیوالو رهبرانو د تقریرونو په موقع به د ملګرو ملتونو په لوی تالار کې یوازې د غړي ملکونو یو استاز ناست وي، د دې نه علاوه به د مبصر په حېث فلسطیني استازی، د یورپین یونین نماینده او د هولي سي استازی ناست وي او سماجي فاصله به ترمنځه ساتي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر نه وي او ای خبریالا مارکېټ بشیر په خپل رپورټ کې لیکي چې په مرکزي تالار کې ځای په ځای په لاس د جراثیمو ختموولو دپاره هېنډ سېنټایزرې اېښودل شوي دي او په تالار کې ناست استازي تربوزک لګوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ملګرو ملتونو د خپل قیام ۷۵ کلنه دستوره په داسې حال کې ونمانځله چې په دنیا د کرونا وایرس وبا خپره شوي ده او د ۹۶۰۰۰۰ نه زیات کسان یې مړه کړي دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په دې موقع وویل د کرونا وایرس وبا د دنیا کمزورۍ په ډاګه کړي دي خو د دې مقابله په همکارۍ کېدلی شي. هغه وویل دا وخت په دنیا کې د مشکلاتو انبار دی خو د حل نشتوالی دی.

د ملګرو ملتونو قیام د دویم نړیوال جنګ په اخېره کې په کال ۱۹۴۵ کې وشو چې په دنیا کې د جنګونو او بې امنۍ مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو مشر اېټونیو ګوټېرېس وویل ویره وه چې دریم نړیوال جنګ به وشي خو د دې نه ډده شوي دي او په جدید تاریخ کې د تېرو څو کلونو راهسې د لویو قوتونو ترمنځ جنګ نه دی شوی چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لویه کامیابي ده، دوی ته پرې فخر پکار دی او د دغه کامیابي پر ځای ساتلو دپاره دې خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

هغه ملګرو ملتونو د غربت او لوږه به کموولو، ناورغۍ ختموولو او د جګړو په صورت کې خلکو سره د مرستو په مدونو کې کامیابې ترلاسه کړي خو اوس هم لا ډیر کار کوول دي.اېنټونیو ګوټېرېس ویل د موسمي بدلون مخنیوی کول، صنفي مساوات ترلاسه کول، د انساني حقونو مشکلات، په دنیا کې زیاتېدونکی نفرت، سیاسي تاوتریخوالی او د اېټمي وسلو خطر هغه مسلې دي چې دنیا ورسره مخامخ ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکايي استازې مېرمن چېرت نورمن چېلی وویل د ملګرو ملتونو د ارتقا بیان اوږد دی او ادارې د خپلو بانیانو د تصور نه هم زیات پرمختګ کړی دی.

د وي او ای انګریزۍ څانګې خبریالا مارګرېټ بشیر په خپل رپورټ کې وايي د صدر ټرمپ انتظامیه په ملګرو ملتونو تنقید کوي او د صحت د عالمي ادارې ډبلیو اېچ او په ډول د ادارې یو شمېر څانګو سره خپله مالي مرسته بنده کړې ده.

مېرمن چېلی وویل ملګرو ملتونو د ډیر وخت راهسې د اصلاحاتو مزاحمت کړی دی او د شفافی کمی لري. هغې وویل په داسې حال کې چې ملګري ملتونه ۷۵ کلیزه دستوره لمانځي دا ښه وخت دی چې د ادارې د کمزورو او کامیابو په اړه پوښتنې وشو، چې د کمزورو نه زدکړه وشي او لاس ته راوړنې یې ونمانځل شي.