شاته

د پوځ په اړه د نواز شریف بیان د پوځ په حق او مخالفت کې سیاسي ډلې فعاله کړي

پاکستان کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف د پوځ په ضد د تقریر وروسته د پوځ په حق او مخالفت کې حکومتي او مخالفه ډلې د یو بل په ضد فعاله شوي دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د حکومت مخالفه ډلې مسلم لیګ (ن) یو مشر شاهد خاقان عباسي ویلي باور کوی چې د ټول ګوندیز غونډې وروسته به اوس د حکومت مخالفه ډلو مشران د احتساب ادارې د دفترونو چکرې وهي او د احتساب په عدالتونو کې به ولاړ وي.

بلخوا د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا د احتساب ادارې چارواکو د جمعیت علما اسلام مشر او د حکومت فعاله مخالف رهنما مولانا فضل الرحمان د اکتوبر په لومړۍ نېټه د احتساب دفتر ته راغوښتی دی.

د مسلم لیګ ن د قومي اسمبلۍ غړي احسن اقبال په ټوېټر لیکلي دي "څوک وايي چې د نېب او نیازي ( عمران خان) ترمنځه سازباز نشته؟" احسن اقبال زیاته کړه ټول ګوندیز کانفرنس حکومت زولی او فشار یې پرې جوړ کړی دی.

د تحریک انصاف حکومت سره د اتحادي ګوند مسلم لیګ ق ډلې یو مشر او د پنجاب اسمبلۍ سپیکر پرویز الهي ویلي دي چې پوځ آئین د لاندې د حکومت سره مرسته کوي او د پوځ په ضد د نوازشریف خبرې د ائین سرغړونه ده.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر نواز شریف ته خبرداری ورکړی که د اېم کیو اېم مشر ( الطاف حسېن) په نقش قدم ځي ن د هغه انجام دې یاد ساتي.

څېړونکي او خبریال رحیم الله یوسفزۍ د پوځ په ضد د پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف د وېنا په اړه ویلي چې په پوځ نیوکې کېږي او ددې له وجې حکومت او پوځ پرېشانه دي. دواړه به اوس هلې ځلې کوي چې د حکومت په ضد احتجاجي تحریک کامیابه نه شي.

رحیم الله یوسفزۍ وايي چې پوځ او حکومت به دواړه هڅې کوي چې په اپوزیشن ډلو کې اختلافات پېدا کړي، غواړي به چې دوی یو ځای پاتې نشي او د دې ترڅنګ به غواړي چې د اپوزیشن مشرانو په ضد جوړې مقدمې سرته ورسوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي