شاته

خلیلزاد: د افغان ښځو حقونه مهم دي، ورڅخه ملاتړ کوو

د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړوند د امریکایي وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغه استماعیه غونډه چې تر ډیره حده د افغان ښځو د حقونو په ساتلو باندې متمرکزه وه.

پدغه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې ۱) جوړه شوی وه د امریکا د سنا مجلس د ملي امنیت د فرعي کمیټې رئیس ستیفن لینچ، وویل: "مونږ نه غواړو چې د بې احتیاطۍ له مخې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې له لاسه ووځي."

ښاغلي لینچ وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې ۱۹ غړو دغه کمیټې ته په یو لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د افغانستان د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي او "د طالبانو سره په توافق کې باید د افغانستان د ټولو ښځو او نارینو حقونه وساتل شي؛ باید ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیول شي؛ زمونږ د تاسیساتو د تخریب او د دموکراسۍ او ازادۍ د لاسته راوړنو د شا تګ سبب نشي."

ښاغلي خلیلزاد هم پر دې مسلې باندې په ټینګار سره وویل: "مونږ غواړو ډاډ ورکړو چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د ماشومانو او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د امریکا متحده ایالاتو ته لوړ اهمیت لري. زه غواړم د افغانستان ښځو ته ووایم چې مونږ به له هغوی سره مل واوسو."

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا-طالبانو په توافقنامه کې ولې د ښځو د حقونو مسله نه وه ذکر شوې او اوس څنګه دغه موضوع حل کیږي وویل: "لاهم مذاکرات روان دي، او لاهم د امریکا-طالبانو موافقه نده پلې شوې. سره له دې چې دغه مذاکرات د افغانانو په مشرۍ دي، مونږ به په کې دخیل اوسو، څارنه به یې کوو او په ټینګار سره به خپل نظریات په ډاګه کړو. غواړم تاسې ته ډاډ درکړم چې د ښځو له حقونو او هغو لاسته راوړنو څخه چې پدې اړه مو ترلاسه کړي چې باید یرې وویاړو، د هغې ملاتړ به وکړو."

ښاغلي خلیلزاد وویل، طالبانو ویلي دي چې ښځې به د زده کړو او کار کولو حق ولري او کولای شي چې د وزیر په حیث هم دنده ترسره کړي. خو هغه زیاته کړه چې باید انتظار وباسو او د هغوی دغه خبرې په عمل کې وګورو، که چیرې هغوی د افغانستان د راتلونکي حکومت یوه برخه وي.

په پاکستان کې د ترهګرو پنا ځایونه

ښاغلي‌ خلیلزاد په پاکستان کې د ترهګرو د موجوده پنا ځایونو له لوري د امریکا متحدو ایالتونو ته د متوجه ګواښ په اړه وویل چې پاکستان په افغانستان د سولې د هڅو ننګه کړې ده.

هغه پرته له دې چې د دغو پنا ځایونو په اړه څه ووايي ووویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو تړون هم تر اروزنې لاندې دی چې دواړه خواوې به موافقه وکړي چې خاوره به یې د یو بل پر ضد نه کارول کیږي.

هغه هیله وښوده چې د مذاکراتو په بشپړېدو سره به په دغه برخه کې هم یوې نتیجې ته ورسیږي.

د ځواکونو ویستل

د سنا مجلس یو غړي ګلن ګروثمن له ښاغلي خلیلزاد څخه وپوښتل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او له دې پلوه د پیدا ممکنه خطرونو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي وویل چې د روان کال تر خزان پورې به په افغانستان کې د موجوده امریکايي ځواکونو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ راکم شي او نور ځواکونه به د سیمې حالت او د طالبانو له لوري د شویو ژمنو پوره کېدو ته په کتو ویستل کیږي.

هغه وویل چې طالبانو ژمنه کړې ده چې دایمي او هر اړخیز اوربند به د خبرو په اجنډا کې وي‌ اوترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي ‌چې د افغانستان خاوره د امریکا د متحدو ایالتونو په ضد وکارول شي.

ښاغلي خلیلزاد وویل: «له بده مرغه له افغانستان څخه د شوروي‌ ځواکونو له وتلو وروسته، چې د امریکا له ملاتړ د برخمن مقاومت په پایله کې ووتل، افغان مشرانو مسولانه او عاقلانه عمل ونکړ. د خپل هېواد لپاره د یو سیاسي توافق پر ځای یې شریر داخلي جنګ پيل کړ.»

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونه به د افغان مشرانو سره مرسته وکړي چې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او هغه څه چې په ۱۹۹۰ کې پېښ شول،‌ بیا پېښ نشي، خو په خبره یې بیا هم ټول مسولیت د افغانانو په غاړه دی.