شاته

د امریکا او بهاما پولیسو د ۳میلیون ډالرو په ارزښت ماروانا نیولې 

چارواکي‌وايي د امریکا د متحدو ایالتونو امنیتي ځواکونو د بهاما د پولیسو سره په ګډه په سمندر کې د درې میلیون ډالرو په ارزښت ماروانا نیولې ده.

په دغو عملیاتو کې څلور مشکوک قاچاقبران هم نیول شوي دي. چارواکي وايي نیول شوي کسان د بهاما دي او یو یې د پولیسو په ډزو ژوبل شوی دی.

دغه ماروانا چې په امریکا او سیمه کې ناقانونه نشه يي‌ توکي بلل کیږي، په یوې کښتۍ کې قاچاق کېدله چې د امنیتي ځواکونو ګزمه پرې پېښه شوې ده. وايي څه باندې یو ساعت یې دا کښتۍ تعقیبوله او بلاخره یې ایساره کړه.

په کښتۍ کې له ماروانا ډکې ۵۲ بوجۍ وې چې نیول شوي دي. د دغو مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال یو پولیس افسر له کښتۍ لاندې اوبو ته غورځول شوی او ژوبل شوی دی چې اوس یې حالت ښه دی.

د «ټرېبیون» ورځپاڼه وايي‌ دا د بهاما د پولیسو، د بهاما د شاهي دفاعي ځواک، د امریکا د متحدو ایالتونو د ایجنسیو او ساحلي ځواکونو ګډ عملیات وو.

د بهاما د پولیسو یو چارواکي د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي۳۱) وویل چې د کروناویروس د پیل راهېسې په تېرو څو میاشتو کې د قاچاقبرو فعالیتونه څه ناڅه کم شوي وو خو په وینا یې د محدودیتونو له کمېدو وروسته دوی هم خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.