شاته

د پاکستان سیاسي ګوندونو د حکومت ضد نوی تحریک پیل کړ 

په پاکستان کې د حکومت ضد سیاسي ګوندونو د عمران خان په ضد یو نوی حرکت پیل کړ او په یو کمساري اقدام کې یې په سیاست کې د پوځ مداخله وغندله.

دغو سیاسي‌ ګوندونو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي۳۰) د «پاکستان دموکراتیک حرکت» په نوم یو چوکاټ اعلان کړ او پلان لري چې په اسلام اباد کې لویې مظاهرې پیل کړي.

دغه سیاسي ګوندونه وايي چې پوځ په ۲۰۱۸ کې په انتخاباتو کې درغلي‌ وکړه او عمران خان یې واک ته ورسوه. خو پوځ‌ او حکومت دا ادعا ردوي.

د دغو ګوندونو په ګډې اعلامیې کې له پوځ څخه غوښتل شوي‌ دي چې « په سیاست کې دې له مداخلې ژر تر ژره لاس واخلي».

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې صدراعظم عمران خان د پاکستان د اقتصاد په بیا رغولو او سیاست کې ناکام او پاتې راغلی دی.

د غونډې ګډنوالو ته د ویدیويي پیغام له لارې د پاکستان پخواني صدر اعظم نواز شریف، چې اوس په لندن کې دی، وویل: « زموږ مبارزه د هغو خلکو په ضد ده چې عمران خان یې واک ته ورسوه.»

د رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې ښاغلی شریف په ۲۰۱۷ کې د خپلو ځینو شتمنیو په اړه د معلوماتو او وضاحت د نه ورکولو له کبله له پاکستان څخه تبعید شو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز وايي چې مخالف سیاسي ګوندونه ځکه دا کارونه کوي چې پر حکومت فشار راوړي‌ چې د فساد دوسیې وتړي، خو وايي دا کار به ونشي.