شاته

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان شوی

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان شوی چې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې 21م ستمبر څخه د 25 ستمبر پورې به روان وي.

د سرکاري ميډيا ترمخه په دې پينځه ورځني کمپاين کې به په ټول ملک کې د 40 ملينه پورې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کيږي چې عمرونه يې د پينځه ؤ کلونو نه کم وي.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله د مارچ د میاشتې نه وروسته د پولیو ضد دا لومړی کمپاين دی چې په ملکې کچه ترسره کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد پروګرام د بېړني مرکز رابطه کار عبدالباسط وايي په خېبرپښتونخوا کې به 6.5 ملينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د تېر کال په حساب سږ کال د پولیو لومړی ډول (ټايپ ون) پېښې کمې دي خو د پوليو د دوېم ډول (تايپ ټو) پېښې سېوا شوي او دا د اندېښنې خبره ده.

هغه وويل د دوی په وړاندې اوس هم غټه ستونزه د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه د انکاريانو ده خو نوموړی وايي دوی هڅه کوي چې په کمپاين کې ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړی شي.

هغه زياته کړه په ګرمۍ کې دا کمپاين زياتره نه کيږي ځکه چې د ويکسينو معيار اغېزمن کيږي خو د کرونا وبا له امله چې څلورمياشتې کوم کمپاينونه ځنډېدلي اوس دوی غواړي چې کمپاينونه دوامداره وساتي.

په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پوليو د لومړي ډول 73 پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې 22، 22 پېښې په خېبرپښتونخوا او سيند، 20 په بلوچستان او نهه په پنجاب کې رپورټ شوي دي.

تېر کال په پاکستان کې د پوليو د لومړي ډول 147 پېښې مخې ته راغلې وې.

دغه رنګ د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د پولیو د دوېم ډول ټولې 62 پېښې ثبت شوي چې پکې تر ټولو زياتې په خېبرپښتونخوا کې دي چې شمېره يې 42 ده.

د پوليو د دوېم ډول په نورو پېښو کې 12 په پنجاب، اووه په سيند او يوه په بلوچستان کې مالومه شوې ده.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه پاتې دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.

د اګست په مياشت کې په نړيواله کچه د پوليو د خوریدو د مخنیوي د هڅو جاج اخستونکي تنظیم انډپنډنټ مانيټرنګ بورډ په پاکستان کې د پوليو په وبايي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او ويلي يې ؤ په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو او دې سره په کراچۍ او کوټه کې د اوبو په ذخيره کې د واېلډ پوليو يا پوليو د لومړي ډول وايرس خوریږي.