شاته

نوازشریف: د (ر) لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه نه د هغه د شتمنيو تپوس چا هم ونه کړو

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) د حکومتي ادارې مشر او اطلاعاتو په برخه کې د وزیراعظم عمران خان مرستیال (ر) لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه په اړه پوښتنې راولاړې کړي چې د هغه نه د اربونو روپو د شتمنو تپوس چا هم ونه وکړو.

نواز شریف د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستان پیپلز ګوند په کوربه توب راجوړ شوي ټول ګوندیز کانفرنس ته د لندن څخه په ویډیو لنک خپله وینا کې د عاصم سليم باجوه د شتمنو په اړه نېغې پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د عاصم باجوه په اړه د نواز شريف خبرو ته نه خو باجوه په خپله او نه بيا د حکومت لخوا کوم بيان مخې ته راغلی دی،خو عاصم سليم باجوه هغه رپورټ رد کړی ؤ چې د هغه د شتمنيو تفصيل پکې ویل شوی ؤ.

نواشريف په خپله وېنا کې وويل، "په 2018م کال کې د سېنېټ د انتخاباتو نه وړاندې سازش جوړ کړی شو او د دغه سازش لاندې د بلوچستان حکومت نسکور کړی شوی او د هغې مقصد د سېنېټ په انتخاباتو کې مخې ته ر اغلو، او د دغه سازش په کرد ارونو کې د (لفټننټ جنرل) عاصم سليم باجوه چې د سدرن کمانډ مشر ؤ د هغه نوم پکې هم راځي".

د کال 2018م د جنورۍ په مياشت کې په بلوچستان صوبه کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت ؤ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نيشنل پارټي يې په اتحاد کې وه وزيراعلی يې ثناالله زهري ؤ، دغه حکومت د عدم اعتماد لاندې لرې کړی شوی ؤ.

د نواز شریف په خبره "دا هغه جنرل سلیم باجوه دی چې د کورنۍ بې حسابه شتمنۍ يې چې په نړۍ کې دي تفصیلات يې د خلکو په وړاندې راغلي دي، دغه رښتيا نه یواځې چې پټ کړی شو بلکې په مبينه توګه اېس اي سي پي (په پاکستان کې د مالياتي او کاروباري ادارو د څار د ادارې ( پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج) په سرکاري ريکارډ کې بدلون شوی دی".

هغه پوښتنې را ولاړه کړې چې "د 15، 20 کلونو په موده کې د اربونو روپو دا شتمنۍ د کوم ځای نه جوړې کړی شوې؟ د دې تپوس توان څوک نه لري، په مطبوعاتو خاموشي خوره شوه،نه نېب په حرکت کې راغلو، نه کوم عدالت خبر واخستو، نه کومه ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوه او نه کوم رېفرنس (قضيه) جوړ کړی شو، نه کوم جج کښېناستو، نه پېشي وشوه او نه سزا".

نوازشریف وويل د احتساب نعره وهونکي او د اېن ار او نه ورکولو غټې غټې دعوه کوونکي عمران خان هم دا جرات ونه کړی شو چې د دغو شتمنو تپوس وکړي بلکې سمدست يې هغه ته د ايماندارۍ سرټيفيکېټ ورکړو.

هغه زیاته کړه په مطبوعاتو د دې رسوايۍ/ سېکېنډل خبره هغه وشوه چې عاصم سليم باجوه د دغه رپورټ د رد کولو دپاره په خپله په ميډيا راغلو.
د اګست د مياشتو په وروستيو کې پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې وه د عاصم سليم باجوه خاندان د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

د نوراني د خبر ترمخه په کال ۲۰۰۲ کې چې عاصم باجوه د کرنېل په حېثيت د پخواني پوځي جرنېل مشرف په عمله کې شامل و نو دغه وخت و چې د هغه ورورو د پاپا جونز پېزا رېسټورېنټ دلارې خپل خانداني کاروبار پېل کړو نو دې کاروبار ورځ تر ورځه وده کوله او دا وختې باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیانو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالکيت لري.

د خبر ترخه د باجوه خاندان په درې هېوادونو کې د 82 کمپنیانو د لارې د 40 ملينه ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده.

عاصم سلیم باجوه د فيکټ فوکس رپورټ رد کړی او دا يې د هغه او د کورنۍ خلاف ناوړه پروپګېنډه ګرځولې وه هغه په ټويټر ويلي ؤ د نامعلومه وېب پاڼې دلارې په هغه او خاندان لګول شوي الزامونه په کلکه ردوي.

د خبریال احمد نوراني ترمخه د دغه رپورټ د خپرېدو وروسته د کاروباري کمپنیانو د څار حکومتي ادارې په وېب پاڼه د مخکې نه درج د عاصم باجوه د زامنو ملکیت کمپنیانو تفصیلات لرې کړی شوي دي.

نوازشريف په خپلو خبرو ويلي د حکومت (پاکستان تحریک انصاف د حکومت) په دوه کاله کې د مالي رسوايۍ دا لومړۍ پېښه نه ده دلته څو مهمې داسې معاملې راغلي دي چې تاوان يې نېغ غريب اولس ته رسېدلی دی، هغه د وړو، چينۍ او دوايانو د قيمتونو يادګېرنه وکړه چې حکومتي خلکو يې په پلان نرخونه سېوا کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.