شاته

پاکستاني خواريکښ وايي سعودي عرب ته په تلو کې د ستونزو سره مخ دي

د کرونا وبا له امله چې کوم پاکستاني سعودي عرب ته په ويزو د تلو له امله ايسار شوي وايي اوس پروازونه روان شوي اول خو يې هر چاته ټکټ نه مېلاويږي او دوېم ټکټونه د حساب نه سېوا دي، دوی د ويزو د ختمېدو د ويرې سره مخ دي، خو حکومت وايي پروازونه کم دي.

د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې سره تعلق لرونکی افتخار مومند وايي سعودي عرب ته د کلونو راهسې مزدورو له ځي خو د کرونا وبا څخه وړاندې په شپږ میاشتې چهټۍ کلي ته راغلی او بيا چې پکې دا وبا راغله، پروازونه بند شو ځکه هغه ايسار شو او بیا يې خپله چهټي وغځوله.

خو 35 کلن افتخار وايي اوس ټکټونه په سخت مشکله مېلاويږي او چې مېلاويږي هغه يو په دوه سېوا نرخ مېلاويږي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، وړاندې به د يو طرفه ټکټ په 40زره روپۍ ؤ خو اوس د يو لک روپو نه سېوا شوی دی.

هغه وويل که ټکټ ورته مېلاؤ نه شو، ويزه به يې ختمه شي او بې روزګاره به شي.

افتخار وايي يواځې هغه د دې ستونزې سره نه دی مخ، بلکې ډېر داسې خلک دي چې د دې مشکلاتو سره مخ دي.

د اوورسیز يا بهر ملکونو کې مېشتو پاکستانيانو په اړه سرکاري شمېرې وايي په سعودي عرب کې 26 لکه پاکستاني ژوند کوي.

د ميډيايي راپورونو ترمخه په تېر مالي کال کې د سعودي عرب څخه 5.4 اربه ډالره پاکستان ته راغلي وو، ويل شوي پاکستان ته په تېر مالي کال کې د بهر څخه ټول 23 اربه ډالره راغلي وو.

په پاکستان کې ډېری خلک شکایت کوي چې د کرونا وبا وروسته پروازونه روان شوي خو نه يواځې دا چې د ملک څخه بهر بلکې په ملک کې دننه هم د پروازونو ټکټونه د حسابه سېوا ګران شوي دي.

عام خلک په ځانګړي ډول بيا دا شکايت هم کوي چې بهر ملکونو ته تلونکو هغو کسانو ته ټکټونه مېلاويږي د چا چې په حکومتي ادارو کې خپلوان وي يا په سرکار کې لاس رسی لري.

د پاکستان د قامي هوايي شرکت وياند عبدالله مني چې ټکټونه ګران دي خو وايي د کرونا وبا له امله چې پروازونه ودرول شوي او اوس بيرته روان شوي خو زیاتوي پروازونه کم دي ځکه ټکټونه ګران دي او خلک د ستونزو سره مخ دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د کراچۍ نه سعودي عرب ته 79زره، د کوټې نه 70زره او د پاکستان د نورو ښارونو څخه 84 زره روپۍ ټکټ دی.

هغه وویل سعودي عرب ته پروازونه کم دي، دوی د سعودي عرب نه د 28 پروازونو غوښتنه کړې وه خو د 13 اجازه ورته ترلاسه شوې ده.

عبدالله دغه تورونه رد کړه چې ګنې خلکو ته په تعلقاتو ټکټونه مېلاويږي خو دا يې ومنل چې ځينې ايجنټان د ټکټونو په لړ کې په بډو رشوتونو کې ککړ وو د هغو پلټنې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.