شاته

رپورټ: د افغانستان په کندز ولایت کې هوايي بمبارۍ کۍ لږ تر لږه ۲۴ ملکي کسان وژل شوي

د افغانستان په کندز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره د عیني شاهدانو له قوله وايي چې لږ تر لږه ۲۴ ملکي کسان وژل شوي خو د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په بمبارۍ کې یې ۳۰ طالب وسله وال وژلي دي.

د ای پي ترمخه د افغانستان د دفاع وزارت وویل په بمبارۍ کې ملکي کسانو ته د تلفاتو په اړه د رپورټو تحقیقات شروع شوي دي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دوو عیني شاهدانو ورته وویل چې په بمبارۍ کې وژل شوي ټول ملکي خلک وو. د رپورټ ترمخه دغه بمباري د خالي، شنبې، په ورځ د کندر سید رمضان کلي کې شوي ده.

په کندز کې د پېښې رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د سولي خبرې شروع کړي او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد ویلي په افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

زلمي خلیلزاد په ټوېټر خپل کې ووویل "دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې مذاکرات پېل شول، اړینه ده چې ټولې خواوې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي".

ښاغلي خلیلزاد وویل په تشدد کې زیاتوالی د خفګان وړ خبره ده ځکه چې دا شدت د ګڼو ملکي خلکو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي.

اېسوسي اېټېډ پرېس د کندز د پېښې د یو عينې شاهد خان محمد له قوله وویل چې دا د هغه بم ټکړه ده چې د یو کور په ګوټ ولګېدو او به دغه کونج کې اووه ماشومان موجود وو.

د سید رمضان کلي اوسېدونکو ای پي ته وویل په لومړۍ هوايي بمبارۍ کې د یو طالب وسله وال کور په هدف شو. د وژل شویو کسانو یو خپلوان ای پي ته وویل که چېرې حکومت امن کول غواړي نو بیا ولې بمبونه غورځوي او د يو طالب پر ځای دوی ۲۰ کسان ووژل.

ای پي وايي سید رمضان کلی د طالبانو په ولکه کې په خان اباد ولسوالۍ کې دی.

د ای پي ترمخه د طالبانو یو ترجمان د هوايي حملو غندنه کړي او ویلي دې چې په حملو کې په هدف شویو سیمو کې طالبانو هیڅ ډول جنګي فعالیتونه نه کوي.

د رپورټ ترمخه ملګرو ملتونو ملکي کسانو ته د زیان په سر د افغان حکومت او هم د طالبانو غندنه کړې ده.