شاته

د امریکا د نوي فضایي ځواک لومړنۍ ډله قطر کې ځای پرځای شوې

د امریکا د نوي فضایي ځواک لومړنۍ ډله له هېواده بهرپه قطر کې ځای پرځای شوې.

د دغه ځواک فعالیت به ډېر پرفضا متمرکز وي او هغه به د سپوږمکیو په وسیله مخ ته وړي.

امریکایي پوځي چارواکي وایي، دغه ځواک به د دښمن مانورونه څاري او فضا به ساتي چې د جګړو په ډګر بدله نه شي.

د امریکا د فضایي ځواک دغه شل کسیزه ډله د قطر په العدید هوایي اډه کې چې په سیمه کې د امریکا د پوځ لویه پوځي اډه بلل کېږي، ځای پرځای شوې.

دا د امریکا د وسله والو ځواکونو شپږمه څانګه ده چې له ۱۹۴۷م کال وروسته د امریکا د پوځ په چوکاټ کې جوړېږي.

هغه مهال د امریکا هوایي ځواکونه تشکیل شوي وو.

دغه نوي ځواک غبرګونونه هم را پارولي.

کانګرس پرې انتقاد کړی، نيټفلیکس شبکه کې د طنز په بڼه معرفي شوی او د سټارټریک په څېر د غیرمعمولي لوګو یا نښان په لرلو سره خلک پرې ملنډې وهي چې ګواکې د سیارو ترمنځ جګړه نښتې.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې راتلونکې جګړې ښایي په فضاکې وي خو دا چې دغه ځواک د عربو په صحرا کې ځای پرځای شوی د کارپوهانو له نظره علت یې دادی چې په دې سیمه کې امریکا د ایران له لوري له نوي ګواښ سره مخامخ ده.

مخکې هم په دې سیمه کې امریکا په ۱۹۹۱ کال کې د عراق د هغه وخت د واکمن صدام حسین د رژیم چې کویټ یې نیولی و، د نسکورولو لپاره د صحرا د یرغل په نوم عملیات کړي و.

سیمه اوس د ایران د میزایلو د پروګرام له نوي ګواښ سره مخامخ ده.

د امریکا دغه فضایي ځواک به دنده لري چې په فضا کې د توغندیو او سپوږمیکو په ګډون د ایران هرډول هڅې شنډې کړي.

د امریکا پوځ هغه مهال د کویټ د ازادولو لپاره په دغه جګړه کې د لومړي ځل لپاره د عملیاتو د همغږي کولو لپاره له جي پي ایس سیسټم څخه کار واخیست چې ځواکونو ته یې په دښته کې د هغوی موقعیت ښوده.

له هغې راهیسې په دې برخه کې په تېرو دېرشو کلونو کې په نړیوال ډګر کې ډېر نور سیالان رامخې ته شوي دي.

د قطرپه العدید هوایي اډه کې د ځای پر ځای شویو د امریکا د فضایي ځواکونو د ډلې مشر ډګروال ټود بینسون اسوشیتد پرس آژانس ته وویل، دې وروستیو کلونو کې لیدل کېږي چې یو شمېر هېوادونو جدي هڅې پیل کړې چې جګړه فضا ته وغځوي.

هغه زیاته کړه: "موږ باید وکولای شو چې له دغو هیوادونو سیالي او له خپلو ملي ګټو دفاع او ساتنه وکړو."

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړي انتقاد کوي چې د امریکا دغه فضایي ځواک چې تشکیل یې ۱۶ زره پرسونل ښودل شوی او په ۲۰۲۱ کال کې څه کم پنځلس نیم میلیارد ډالره بودجه ورته ځانګړې شوې، د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو یوه باطله پروژه ده.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د یو شمېر کارپوهانو په باور که څه هم فضاته د وسلو د خپرېدو اندېښنې نوې نه دي اوله لسیزو راهیسې په دې برخه کې اندېښنې وې خو دې ته په پام چې په زیاتېدونکي ډول فضا پر تسلیحاتی سیالۍ بدلېږي، امریکا یوه فضایي ځواک ته اړتیا درلوده چې د ګټو دفاع اوساتنه یې وکړي.

امریکایي چارواکي وایي، د نړۍ یوشمېر قدرتونو لکه روسیې او چین په خپلو فضایي پروګرامونو سره چې ډېر پرمخګتونه یې هم په کې کړي، یو ګواښ رامنځ ته کړی.

تېره میاشت خبرداری ورکړ چې روسیې او چین داسې وسلو ته پراختیا ورکړې چې کولای شی په فضا کې د امریکا سپوزمکۍ له کاره وغورځوي، فضا کې د خطرناکو ټوټو په خپرولو سره د موبایل ټیلیفونونو، د هوا د حالاتو د اټکلونو او هم د امریکا د ډران او جنګي الوتکو، الوتکې لېږدونکو لویو بېړیو او ان د اټومي وسلو د کنټرول فعالیتونه شنډ کړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا د فضایي ځواک یوغړی تورن ریان ویکرز وایي، نن ورځ پوځ تر ډېره د سپوزمکیو پر فعالیت او څار او د میزایلو د نړیوال خبرداري پر سیسټم متکي دی.

نوموړی د بیلګې په توګه په خلیج کې په هرمز تنګي او نورو کې د کښتیو تګ راتګ ته په اشاره وایي چې د همدغو سیسټمونو په مرسته د امریکا پوځ د کښتیو لارې یقیني کوي چې له نړیوالو اوبو څخه د هېوادونو تر مالکیت لاندې اوبو ته داخلې نشي.

په واشنګټن کې د وسلو د کنټرول د ټولنې اجرایوي رییس ډاریل کیمبل وایي، تر هغو چې پر متعارفو وسلو لکه توغندیو چې په فضا کې به د سپوږمکیو یا نورو شیانو د شنډولو یا له منځه وړلو لپاره ورڅخه کارنه اخیستل کېږي، د بندیز یو نړیوال تړون نه وي رامنځته شوی چې، فضا کې تسلیحاتي سیالي به همداسې دوام کوي.