شاته

وایټ هاوس ته په زهرو د ککړ خط استولو په تور ملزمه مېرمن ونیول شوه – اې پي

یوه ښځه چې ګومان کیږي د رېسن په زهرو ککړ خط یې د وایټ هاوس په پته لېږلی و، د نیویارک او کېنېډا په بارډر ونیول شوه. دا خبره د امنیتي ادارو درې تنه چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ ايسوسیټډ پرېس خبري ادارې ته کړې ده.

د نیول شوې مېرمنې نوم لا تر اوسه ندی په ډاګه شوی.

د دغو درېيو امنیتي ذرائعو په قول، ملزمه ښځه د امریکا د کسټم او بارډر ساتندویه کارکوونکو توقیف کړې او تمه کیږي چې د مرکزي حکومت لخوا ورباندې مقدمه درج کړی شي. د کېنېډا پولیسو ویلي، داسې ښکاري چې د هغه زهرجن خط مبدآ کېنېډا وه.

چارواکو ویلي چې دا په زهرو ککړ خط په یو حکومتي ادارې کې چې وایټ هاوس او صدر ټرمپ ته لېږل شوي خطونه سکرین (تالاشي) کوي، وپېژندل شو او ابتدایي څېړنو وښوده چې دا خط په رېسېن چې ډېر قوي زهر دي، ککړ شوی و. چارواکو دا خبرې په دې شرط کړي چې د دوی نوم وانخیستل شي، ځکه دوی د روانو تحقیقاتو په مهال رسنیو سره د جزییاتو په ډاګه کولو اجازت نلري.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) کې چارواکو ته د لېږل شویو خطونو د معایناتو یو مرکز
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) کې چارواکو ته د لېږل شویو خطونو د معایناتو یو مرکز

پخوا هم څو کرته د امریکا چارواکو ته د رېسېن په زهرو د ککړو خطونو د استول کېدو پېښې رامخې ته شوي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د نېوي (سمندري پلي ځواک) یو پخوانی افسر نیول شوی و او هغه اقرار کړی و چې په زهرو ککړ خطونه یې ټرمپ او د هغه انتظامیې ته لېږلي دي. هغه خطونه هم په وخت باندې پېژندل شوي و او چا ته په کې تاوان نه و رسېدلی.

په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د مېسي سي پي ریاست یو وګړی، صدر براک اوباما او نورو چارواکو ته په زهرو ککړو خطونو د لېږلو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و.