شاته

خليلزاد: په افغانستان کې دې ټولې خواوې په تاو تريخوالي کې د پام وړ کمی راولي

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، "دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې مذاکرات پېل شول، اړینه ده چې ټولې خواوې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي".

خليلزاد ویلي په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې تاؤ تريخوالی په څرګند ډول زيات شوی او زیاته کړې يې ده دا د خفګان وړ خبره ده ځکه چې دا شدت د ګڼو ملکي خلکو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي.

خليلزاد پرون په ټويټر د افغانستان د سولې خبرو ته بې سارې شېبه ويلې ده چې نه يواځې افغان خواوې مستقيما په خپلو کې خبرې کوي بلکې د مذاکراتو له لارې د يوه سياسي جوړ جاړي او په افغانستان کې د سولې دپاره پراخ نړيوال ملاتړ شته.

هغه ويلي ځکه د "دغه بې سارې فرصت نه بايد ګټه واخستل شي".

خليلزاد دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په قطر کې په 12م ستمبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پېل شوي وو.

امریکايي استازي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه خپره کړې اعلاميې په اړه ویلي چې پکې د افغانستان په حاکميت، خپلواکۍ، ځمکني بشپړتيا او ملي يو والي ټينګار شوی دی.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د افغانستان د سولې په اړه اعلاميه خپره کړې او پکې يې د افغانستان د سولې د خبرو هرکلی کړی او ورسره يې ويلي د امنيتي شورا غړي په افغانستان کې د سولې او ثبات په ارزښت ټينګار کوي او په دغه لړ کې يې د سيمې او نړۍ د همکارانو چې په بېن الافغاني خبرو کې سهولت کاري کوي شورا يې هرکلی کوي.