شاته

خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۱(وږې۳۱) پر خپل ټویټر لیکلي چې په وروستیو څو ورځو کې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی

نوموړي زیاته کړې، په داسې حال کې چې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي په وینا یې ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ هم بین الافغاني مذاکرات د افغانستان لپاره یوه بې سارې شېبه بللې وه او له دغه فرصت څخه یې د ګټې پر اخیستو ټینګار کړی و.

نوموړي پر داسې مهال له ښکېلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي کمېدو غوښته کړې چې په دې وروستیو ورځو کې د سړک غاړې ماینونو، مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

وړمه ورځ په پکتیکا او بلخ ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل.

په همدې ورځ په پکتیکا ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د دغه ولایت د امنیت امر اصف توخی له یو شمېر نورو پولیسو سره هم ووژل شو.

بلخوا وړمه شپه په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د وسله والو طالبانو ترڅنګ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي، خو دفاع وزارت ویلي چې په دغه برید کې یوازې طالبان وژلي دي.

ولسمشر غني بیا د تیرې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې خبرو مطلوبې پایلې ته رسېدو لپاره باید اوربند ومني.