شاته

نوازشریف:پوځ دې ائین سره په وفادارۍ کولو سیاست کې مداخلت نه په ډډه شي

دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف دهیواد سیاست کې دپوځ دکردار ختمولو دپاره په ګډه مبارزه ټینګار کړی اؤ په پوځ یې غږ کړی چې دستور سره دخپلې وفادارۍ سوګند ونیسي اؤ د سیاست نه ځان په ډډه وساتي .

ښاغلی نوازشریف وایي “زمونږ مبارزه دعمران خان په ضد نه بلکې دهغه قوت په ضد ده چې عمران خان یې واکمنۍ ته رسولی دی”

داتوار په ورځ دپاکستان پیپلز ګوند په تابیا راجوړ شوي ټول ګوندیز کانفرنس ته دلندن څخه په ویډیو لنګ خپله وینا کې نوازشریف ویلي پاکستان کې چې کوم خلک په ائین عمل کوي هغوئ تر اوسه زندانونو کې پراته اؤ عدالتونو سره مخ دي خو پوښتنه داده چې ایا کله کوم ډیکټیر ته سزا ورکړل شوې ده؟

هغه وویل که ډکټیټر هر څومره لویې جرم وکړي ایا څوک ګوتې ور وړی شي ،ایا کوم ډکټیر ته سزا ورکړل شوې ده ؟

هغه پخواني پوځی امر جنرال(ر) پرویز مشرف ته په اشاره هغه وویل په یو کوم ډکټیټر مقدمه وچلیده ،ځانګړې محکمه جوړه کړل شوه ،سزا ورته وارول شوه خو بیا څه وشول؟

ائین سره دغدارۍ په مقدمه کې تیرکال یوې ځانګړې محکمې پخواني پوځی واکمن پرویز مشرف ته دمرګ سزا اورولې وه.

هغه وویل دائین له مخې دجمهوري نظام اساس د ولس رایې وي خو کله چې د ولس رایې وچقول شي نو جمهوریت بې معنې کیږي.

نوازشریف وایي د ټولټاکنو له عمل نه وړاندې دا ټاکل کیږي چې چاته به ماتې ورکړل کیږي اؤ‌ په چا به ګټل کیږي اؤ‌ دغسې د ولس رایې پټولی شي.

هغه وویل د ولس په رائیو جوړشوی وزیراعظم وژل شوی هم دی ، تیزندي کړل شوی هم دی اؤ غدار هم ګرځول شوی اؤ د ولس د وزیراعظم سزا دختمیدو نوم نه اخلي نو دا سزا په اصل کې ولس ته ورکړل کیږي.

نوازشریف زیاته کړه چې یو وارې پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي وؤ چې دلته د ریاست دننه ریاست فعاله دی خو وایي اوس معامله د ریاست نه راوتلې اؤ مخ په بره تللې ده.

هغه پخپله وینا کې وویل چې پاکستان نه یې ګاونډي هیوادونه مرور دي اؤ دهیواد اقتصاد دومره ځپل شوی چې نن د افغانستان اؤ بنګله دیش پیسې هم دپاکستاني روپۍ څخه په بره تللي دي.

نوازشریف وویل دپاکستان دخارجه پالیسۍ یا بهرنۍ تګلارې واک د ولسي استازي سره پکار دی ځکه چې نن نړۍ زمونږ خبرې ته هیڅ غوږ نه نیسي.

هغه دکانفرنس په برخه والو غږ وکړو چې نور به د ولسي واکنۍ دپاره خپلو کې یو موټي شي اؤ سیاست کې دهغه قوتونو کردار ختم کړي چې د ولسواکۍ مخه یې نیولې ده.

دپاکستان پخواني صدر اؤ دپیپلزګوند مشر اصف علي زرداري کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې مونږ به یوازې دا حکومت نه غورځوؤ بکې دحکومت به غورځولو به جمهوریت هم پځائ کوؤ ځکه چې مونږ ته پاکستان ژغورل دي .

هغه وویل دوه کال مو هڅه وکړه چې جمهوریت وژغورو خو سیاسي ناپوهان دې دا نه ګڼي چې ګنې هغوئ تر مونږ زیات هوښیار دي

په دې کانفرنس کې دنورو ترڅنګ دمسلم لیګ مشر شهباز شریف،دپیپلز ګوند چئیرمین بلاول بوټو زرداري ،دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ،دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزئ، دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان،دپښتونخوا قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ اؤ نور مشران هم برخه لري

خوانی وزیراعظم نوازشریف دغبن په مقدمه کې دپاکستان داحتساب عدالت لخوا په اووه کاله بند محکوم کړل شوی خو دناروغتیا له امله هغه دمحکمې په امر حکومت په ضمانت لندن ته علاج له پرېښی دی.

لندن ته له تګ وروسته څو ځل محکمې هغه د غبن دتورونو مقدمه کې بیا هیواد ته رابللی خو دنوازشریف کورنۍ اؤ دګوند مشران وایي چې هغه ناروغه دی اؤ‌ ډاکټران ورته پاکستان ته د نه تګ مشورې ورکوي.

په دې وروستیو کې محکمې ته په نه حاضریدو عدالت نوازشریف مخرور ګرځولی اؤ دهغه دنیولو وارنټ یې جاري کړی دی.

حکومت وایي چې دنوازشریف دنیولو اؤ بیرته هیواد ته د راوستلو دپاره هڅې کوي خو څېړونکي وایي چې لندن کې د نوازشریف نیول به دپاکستاني عدالت په خوښه نه بلکې ددغه هیواد د قانون له مخې ممکن کیږي