شاته

حوثي‌ شیعه یاغیانو د سعودي په یو سرحدي کلي‌ برید کړی

د سعودي عربستان په جزان سیمه کې پنځه ملکي وګړي وروسته له هغې ټپیان شول چې د یمن حوثي یاغیانو پر یو کلي باندې د هاوان ډزې وکړې.

د سعودي عربستان خبري اژانس د مقاماتو له خولې ویلي چې پدغه سرحدي کلي باندې په برید کې درې موټر ویجاړ او پنځه ملکیان د هاوان پر چرو باندې ټپیان شوي دي.

حوثي شیعه یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي تر دې دمه ددغې پیښې په اړه څه ندي ویلي.

حوثي یاغیان د څه دپاسه پنځو کالو راهیسې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف پر وړاندې جنګیږي.

دغې ډلې په وار وار د سعودي عربستان پر ښارونو باندې د میزایلو او ډرون بریدونه کړي دي چې اکثر یې د سعودي پوځ له خوا په هوا کې دفع شوي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې وروسته تر هغې مداخله وکړه چې حوثي یاغیانو د هغه هیواد په پلازمینه صنعا کې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې هغه حکومت وپرځوه چې سعودي عربستان یې ملاتړ کاوه.