شاته

د امریکا د بندیزونو له اعلان وروسته، د ایراني ریال ارزښت ډېر ټیټ شوی

د ایران د صرافیو په بازار کې نن د یکشنبې په ورځ، سپټمبر۲۰ ( وږي۳۰) یو امریکایي ډالر په ۲۷۳ زرو ریالو تباله کیده.

ایراني ریال د امریکایي ډالرو په مقابل کې پداسې حال کې په بې سارې توګه لویدلي چې یوه ورځ وړاندې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په ایران د ملګرو ملتونو لخوا ټول لګول شوي بندیزونه بیرته پیل شول.

ایران د امریکا دا پریکړه "باطله اوغیرې قانونې" بللي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا دا اقدام ګټه نلري او زیاتوي چې "د نړۍ ثبات او امنیت او همدارنګه ملګرو ملتونو او د امنیت شورا ته بې ساری ګواښ دی".

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "که امریکا مستقیماً یا د خپلو ملګرو سره کوم اقدام وکړي، د ټولو خطرناکو عواقبو مسؤلیت به یې په غاړه وي او د جدي عکس العل سره به مخ شي."

په اعلامیه کې نور جزیات ندي ورکړل شوي چې ایران به د امریکا په خلاف څه ډول اقدامات کوي او یا به د امریکا لخوا د اقتصادي بندیزونو د لګولو په مقابل کې څه ډول عکس العمل وښیي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یوه اړخیزه توګه د ایران سره د لاسلیک شوي اتومي تړون څخه ووته او په هغه هیواد یې اقتصادي بندیزونه د سره ولګول. د هماغې ورځې راپدیخوا د ایران اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ شوی او په ۲۰۲۰ کال کې ایراني ریال ۴۹ په سلو کې خپل ارزښت د لاسه ورکړی.

برتانیې، فرانسې او جرمني چې دریو واړو یې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران اتومي موافقه لاسلیک کړې وه، په یوې اعلامیې کې نن د یکشنبې په ورځ ویلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لګولو لپاره هر ډول اقدام به "قانوني اغیز" ونلري ځکه دوي وایي امریکا ددې بندیزونو د لګولو لپاره د هغه میکانیزم نه کار اخیستی چې د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ په اتومي موافقې کې پرې موافقه شوې وه.