BBC
 شاته

د هند بهار ایالت کې اورپکو د ځانګړي ځواک ۱۰ سرتېري وژلي

Image caption د نکسل یاغي ډلې وسله والو پر ځانګړو ځواکونو بریدونه کړي

د هند بهار ایالت کې د بمي چاودنو له کبله د امنیتي ځواکونو ۱۰ کسان وژل شوي دي. د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د نکسلز اورپکې ډلې اړوند دریو یاغیانو وژل کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي.

د بهار پولیسو یوه مشر سنیل کوکار وايي، نیکسلز یاغیانو پرلپسې چاودنې کړې، چې پایله کې یې د ځانګړي ځواک ' سي ار پي ایف ' ۱۰ کسان وژل شوي دي. یو بل چارواکی کندن کرشن وايي، د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې یو شمېر اورپکي هم وژل شوي، چې په وینا یې د دریو کسانو مړي د نښتې په ځای کې موندل شوي دي.

Image copyright Neeraj Sinha

نوموړي بي بي سي ته ویلي ښايي د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي. د بهار له مرکزي ښار پټنې نه خبریال نیرج سهای وايي، نښته ډمري کلي ته څېرمه سوندایا نومي ځنګله کې شوې او وايي د امنیتي ځواکونو د ټپي شویو کسانو لېږدولو لپاره چورلکې سیمې ته لېږل شوې دي.

له دې مخکې پټنه کې د یاد ځواک قرارګاه د اوو کسانو وژل کېده منلي و. د دغه ځواک یوه افسر سنجیو چودري د دوو سرتېرو او دریو اروپکو وژل کېدل تایید کړي و.

نوموړي دا هم ویلي و، چې درې ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره مرکز پټنې او دوه ګیا ته لېږدول شوي دي.