شاته

د پاکستان لخوا د بارډر مارکیټونو جوړولو ته تاجرانو محتاطه غبرګون ښودلی

پاکستاني تجاران، ټرانسپورټران او سرمايه کارانو د وزير اعظم عمران خان د افغانستان او ايران سره په پوله تجارتي مارکيټونو جوړولو ته محتاط غبرګون ښودلی او ځينې وايي په دې د حکومت په پوره پلان لا نه دي خبر.

د جمعې په ورځ عمران يوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د يادو هېوادونو سره په شريکه پوله 18 تجارتي مارکيټونه جوړول غواړي چې هم خلکو ته د روزګار موقعې پيدا کړي او هم د سمګلينګ یا قاچاق مخه ونيول شي.

د میډیايي رپورټونو تر مخه درې مارکيټونه به د راروان کال د فرورۍ مياشې پورې مکمل کړل شي خو دا لا نه ده معلومه چې دا مارکيټونه به کوم خصوصي تجارت کوي او لا چې ټول په ټوله به يې يواځې حکومت چلوي؟

د بلوچستان يو ځايي تجار الله داد ترين ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “د افغانستان سره د دوه اړخيز تجارت د پاره حکومت له پکار دي چې تجارت باقاعده کړي او په مالونو ټيکسونه لګول کم کړي”.

د پاکستان د چيمبرز اف کامرس اېنډ انډ‌سټريز پخواني صدر انجېنیر دارو خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويلي “دا مارکيټونه دې پبلک پرايويټ پارټنرشپ په بنياد جوړ کړل شي او مقامي خلکو ته دې د سرمايه کارۍ موقع ورکړل شي”.

يو بل کاروباري جانان اچکزۍ چې د کويټه چيمبرز اف کامرس غړی دی ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “نه پوهېږم چې په اصل کې د حکومت څه پلان دی چې دا مارکيټونه د څه مقصد د پاره جوړوي؟

په چمن کې په تېرو ورځو کې مقامي خلکو وږده احتجاجونه او پرلتونه وکړل چې پکې د تشدد پېښې هم رامنځ ته شوې او يو شمېر احتجاج کونکي پکې ووژل شول او ګڼ شمېر ژوبل شول. د دوی غوښتنې وې چې د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته ميشت پښتنو ته دې د تېر په څېر د تګ راتګ او دوه اړخيزه تجارت اجازت ورکړل شي.