شاته

امریکايي سفارت: تندوره ډلې په افغانستان کې په مېرمنو د حملو پلاونه کوي

په افغانستان کې امریکايي سفارت خبرداری کړی چې تندلارې ډلې په بېلا بېلو هدفونو د حملو پلانونه کوي خو خاص نخښه یې مېرمنې دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په کابل کې د امریکې سفارتخانې د کومې خاص سخت دریځه یا وسله والې ډلې نوم نه دی اخیستې خو د حملو په اړه خبرداری یې په داسې حال کې کړی دی چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنخ په مستقیم ډول د امن مذاکرات شروع شوي دي.

ای پي وايي د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ورته د جمعې په ورځ وویل طالبان د داسې ډول حملو پلان نه لري.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د امن دپار د امریکې استازي زلمي خلیلزاد چې د امریکې په نمایندګۍ یې طالبانو سره د امن معاهده هم دستخط کړې د بېن الافغان خبرو د شروع کېدو په موقع خبرداری کړی چې دواړو خواو ته داسې عناصر شته د خبرو بهیر خراب کړي او په افغانستان کې موجوده حالات پرځای وساتي.

ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي د امریکايي سفارت په خبرداري کې وېل شوي چې تندروه ډلو خپلو پلاونو ته دوام ورکړی چې په افغانستان کې په بېلا بېلو هدفونو حملې وکړي خو د حکومت دپاره کارکوونکو مېرمنو، ښځېنه استاذانو، د انساني حقونو دپاره کارکوونکو مېرمنو او د دفترونو کارمندانو په ضد د حملو خطر زیات شوی.

ای پي وايي سفارت تفصیلات نه دي وړاندې کړي او نه هم دا ویلي چې د حملو خطر څومره زیات دی.

د ای پي د رپورټ نه دا نه څرګندیږي چې افغان حکومت د امریکايي سفارتخانې د خبرداي او په مېرمنو د حملو د خطر په اړه څه دریځ لري؟

طالبانو د خپل واک په مهال د مېرمنو په تعلیم او کارروزګار پابندي لګولې وه او په نړیواله کچه مېرمنو سره د طالبانو د سلوک تنقید کېدلو. په قطر کې د افغان حکومت سره مذاکرات کوونکي د طالبانو په پلاوي کې مېرمنې نمایندي نه لري.

طالبانو سره مذاکراتو کې د حکومت په پلاوي کې شامله فوزیه کوفي چې د مېرمنو د حقونو دپاره هم کار کوي تېره میاشت په کابل کې په څمله کې زخمي شوي وه.

ای پي وايي امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه تر ټولو خطرناکه ډله ګڼي چې په ورستي وختونو کې یې یو شمېر حملې کړي دي.

د ای پي په رپورټ په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته افغان مېرمنو یو شمېر پرمختګونه کړي دي، مېرمنې اوس تعلیم ترلاسه کولی شي، په پارلېمنټ کې نایندګي لري، په ټېلې وژن ښکاره کېدلی شي، لوبو مېدانونو ته راوتلي دي، کار روزګار کولی شي او حقونه یې په اساسي قانون یا آیین کې محفوظ کړی شوي. خو رپورټ زیاتوي د مېرمنو دغه لاس ته راوړنې په کلي والو سیمو کې زیاتره نه لیدل کېږي.

ای پي وايي په کال ۲۰۱۸ کې وېمن پېسن اېڼد سکیورټي انډېکس نومې ادارې د شام نه وروسته افغانستان مېرمنو دپاره د دنیا تر ټولو خطرناک ملک بللی و.